د کرنې وزارت او د خوړو نړیوال پروګرام مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
Tue, Dec 26 2023 11:03 AM
د کرنې وزارت او د خوړو نړیوال پروګرام مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه دائره شوه

۵ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د خوړو نړیوال پروګرام ترمنځ د یادې ادارې تر چتر لاندې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د تطبیق په برخه کې د همغږۍ غونډه دائره شوه.
دغه غونډه چې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د سلاکار مولوي ګل حضرت په مشرۍ جوړه شوې وه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بېلابېلو څانګو مسوولینو، د خوړو نړیوال پروګرام مسوولینو او د پاملرنې مؤسسې یو شمېر مسوولینو په کې کډون درلود، چې په کې د پاملرنې مؤسسې د هغو پروژو په هکله چې د خوړو نړیوال پروګرام له خوا تمویلېږي خبرې اترې وشوې.
په دې کتنه کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پاملرنې موسسې د فعالیتونو په اړه خبرې وشوې او د کرنې وزارت مسوولینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د ټاکل شویو معیارونو سره سم د پروژو پر تطبیق ټینګار وشو.

جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و مسوولان برنامه جهانی غذا برگزار شد 
۵ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه‌ هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و برنامه جهانی غذا جهت تقویت هماهنگی در تطبیق پروژهای زراعتی و مالداری تحت اثر نهاد متذکره برگزار شد.
این جلسه به رهبری مولوی گل حضرت مشاور معین زراعت و مالداری با حضور شماری از مسوولان بخش‌های مختلف وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مسوولان برنامه جهانی غذا و موسسه پاملرنه  جهت هماهنگی در پیشبرد امور پروژهای موسسه پاملرنه که از سوی برنامه جهانی غذا تمویل می‌گردد برگزار شده بود.
در این جلسه پیرامون فعالیت‌های موسسه پاملرنه در بخش زراعت و مالداری بحث صورت گرفت که از سوی مسوولان وزارت زراعت به تطبیق پروژها مطابق به معیاری‌های تعین شده وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تاکید صورت گرفت.‌

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS