د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کرنیزو تخمونو ټولنې له چارواکو سره وکتل

user-admin
Mon, Dec 25 2023 2:32 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کرنیزو تخمونو ټولنې له چارواکو سره وکتل


۴ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
 د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د هېواد د کرنیزو تخمونو د ټولنې له یو شمېر غړو سره وکتل. په دې کتنه کې د یادې ټولنې چارواکو د روان کال په ترڅ کې په ټاکلي وخت د کرنیزو تخمونو د وېش ډاډ ورکړ.
د کرنیزو تخمونو د ټولنې چارواکو د کرنې وزارت د هغو هڅو ستاینه وکړه، چې د کرنيزو تخمونو د تولید، پروسس او وېش په برخه کې یې د معیاري کولو او همغږي رامنځته کولو په پار ترسره کړي دي او د يادې ټولنې په استازيتوب يې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې سږ کال  د کرکیلې په موسم کې د تخمونو د وېش لړۍ پيل او په مناسب وخت کې بشپړ شوي دي.
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هېواد بزګرانو ته د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو وېش د کرنیزو محصولاتو د کیفیت او کمیت په لوړولو کې مهم وباله او د کرنیزو تخمونو د تولید له شرکتونو څخه یې دهېواد په کچه د کیفیت په لوړولو کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه. 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو تخمونو د کیفیت د کنټرول، همغږۍ، وېش او څارنې دنده پر غاړه لري.
دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان اتحادیه تخم‌های بذری
۴ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری با شماری از اعضای اتحادیه تخم‌های بذری کشور دیدار کرد که در این دیدار مسوولان اتحادیه متذکره از توزیع تخم‌های بذری در زمان معین آن در سال جاری اطمینان دادند.
مسوولان اتحادیه تخم‌های بذری از تلاش‌های وزارت زراعت جهت معیاری سازی و ایجاد هماهنگی در تولید، پروسس و توزیع تخم‌های بذری قدردانی کرده و به نماینده‌گی از اتحادیه متذکره به معین زراعت و مالداری اطمینان دادند که امسال روند توزیع تخم‌های بذری در فصل کشت و در زمان مناسب آن آغاز و به انجام رسیده است.
در همین حال معین زراعت و مالداری توزیع تخم‌های اصلاح شده بذری را برای دهقانان کشور در بلند بردن میزان کیفیت و کمیت محصولات زراعتی مهم پنداشته و خواستار توجه بیشتر شرکت‌های تولید تخم‌های بذری در بلند بردن کیفیت تخم‌های اصلاح شده در سطح کشور کرد.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری مسولیت کنترول کیفیت، ایجاد هماهنگی، توزیع و نظارت از کشت تخم‌های بذری را به عهده دارد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS