د لغمان ولایت د مالدارۍ سکټور د پراختیا په پار د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
Thu, Dec 21 2023 11:42 AM
د لغمان ولایت د مالدارۍ سکټور د پراختیا په پار د همغږۍ غونډه دائره شوه

٣٠ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
٨ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لغمان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولايت د مالدارۍ سکټور د ودې او پراختیا په پار د افغانستان لپاره د هالنډ کمېتې په ولايتي دفتر کې د مالدارانو له استازو سره د همغږۍ غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن، د امربالمعروف او نهي عن المنکر او سمع شکایت ذبیس مولوي پاچاګل، د اقتصاد رییس مولوي جان محمد حامد، د سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي شیرجان راشیدي، دهالینډ کمیټې ولایتي ذییس ډاکټر حبیب الرحمن دریځ، د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر جوادالله علیزاده ، د لغمان د مرکز په ګډون دپنځه ګونو ولسوالیو د کرنیزوچارو دترویج عمومي مدیرانو او د مالدارانو استازیو  ګډون کړی وو.
 د غونډې په پيل کې د افغانستان لپاره دهالنډ کمیټې مرستیال ډاکټر فریدون قیومي د یادې کمېټې په ترسره شوو فعالیتونو رڼا واچوله او د لغمان لپاره یې د مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا په پار راتلونکي پلانونه شریک کړ.
همداراز نوموړی دلغمان د کرنې ریاست څخه مننه او قدرداني څرګند کړه، چې دوی سره یې ښه همغږي او لازمې همکاري ترسره کړي.
ورپسې د لغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په خپلو خبرو کې د هالنډ کمیټې له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې له دې ریاست سره یې په ښې همغږۍ خپل فعالیتونه تطبیق کړي او د دوی دکړنو ستاینه وکړه.
ښاغلی محسن د یادې کمېټې مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا لپاره خپلو همکاریو او فعالیتونو ته نور هم  دوام او پراختیا ورکړي او ولس ته ارزښت لرونکې او بنیادي پروژې تطبیق کړي.
 ورته مهال د لغمان ولایت اقتصاد او امربالمعروف رییسانو په خپل وار سره د هالنډ کمیټې مسؤلینو سره د راتلونکو پلانونو دلاښه تطبیق په پار خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS