د محصولاتو بازار موندنې په پار هڅې، غزني کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

mail-admin
Wed, Dec 20 2023 9:37 AM
د محصولاتو بازار موندنې په پار هڅې، غزني کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

د غزني د  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د بزګرانو او مالدارانو محصولاتو ته د بازار موندنې په پار دکرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون په لاره اچول شوی دی.
یاد نندارتون د غزني مرستیال والي مولوی رحیم الله محمود، دکرنې رییس مولوی محمد ادریس حنیف، د غزني ښاروال مولوی محمد نبي حمزه، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوی حمیدالله نثار، سوداګرو او صنعتکارانو په حضور کې پرانیستل شو. 
ددې نندارتون  په پرانیست غونډه کې د غزني مرستیال والي مولوی رحیم الله محمود د محصولاتو له یاد نندارتون څخه خوښي څرګند او د غزني د کرنې او مالدارۍ رياست له هڅو یې مننه وکړه  او زیاته یې کړه:«ملي سوداګر باید دغزني محصولاتو ته مناسبه بازار موندنه وکړي او د بزګرانو محصولات تر نړيوالو ښارونو ورسوي.»
دغه راز د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ادریس حنیف په خپلو خبرو کې وویل، چې غزني یوکرنیز ولایت دی، چې کابو ۹۰ سلنه وکړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي هغه زیاته کړه؛ «دغه نندارتون د غزني ولایت په اقتصادي برخه کې یو مثبت رول لوبولی شي او له دې نندارتون څخه زموږ موخه د بزګرانو او ملي سوداګرو ترمنځ مستقیمې اړیکې ایجادول دي، ترڅو د غزني د بزګرانو او مالدارانو محصولات په غوره بیه بازار ته وړاندې او د پېر-پلور لپاره یې یو مناسب بازار رامنځ ته شي.»
په دې نندارتون کې د غزني ولایت د بزګرانو او مالدارانو بېلابېل کرنیز او مالدارۍ توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS