میدان وردګو کې قومي مشرانو سره د عشر او زکاتو راټولولو په موخه ناسته وشوه

mail-admin
Sun, Dec 17 2023 11:09 AM
میدان وردګو کې قومي مشرانو سره د عشر او زکاتو راټولولو په موخه ناسته وشوه

٢۶ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د سید آباد ولسوالی له قومی مشرانو او سپین ږیرو سره د عشر او زکات د راټولولو په ناسته ترسره شوه.
دغه ناسته چې د یادې ولسوالی له قومي مشرانو سره ترسره شوې، د میدان وردګو ولایت د عشراوزکات چارواکو  له خوا د عشر اوزکات د راټولولو په هکله د امیرالمؤمنین حفظه الله ځانګړی حکم محتوا  قومي مشرانو ته بیان کړ همداراز یادو چارواکو په خپلو خبرو کې عشراو زکات ورکول یو الهي امر یاد کړل او زیاته یې کړه، چې ددې الهي امر په ترسره کولو کې باید ټول مسلمانان خپله غاړه خلاصه کړي او په دې اړه یې د اسلامي شریعت په رڼا کې ارزښت لرونکې خبرې وکړي.
 همداراز قومي مشرانو ته وویل هغه کسان چې خپلو ځمکو له حاصلاتو څخه اسلامي امارت ته عشر ورکړي له دوی سره به د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست له خوا هر اړخیزې مرستې ووشي.
په غونډه کې برخه اخیستونکو علماوو وويل، چې دوی به د ممبر له لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي او د عشر او زکات ورکړې ته به يې چې الهي امر دی هڅوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS