کونړ کې ۱۲۵۰۰ څارویو ته د واکسینونو پلي کولو چارې پیل شوې

mail-admin
Wed, Dec 13 2023 12:23 PM
کونړ کې ۱۲۵۰۰ څارویو ته د واکسینونو پلي کولو چارې پیل شوې

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۳۰جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې له لورې ددې ولایت په شپږو ولسوالیو «خاص کونړ، څوکۍ، پیچ دره، شیګل، چپه دره او شلتن» کې وړو شخوند وهونکو څارویو ته د لیونتوب او انترکس  واکسینونونو د تطبیق لړۍ پیل شوې ده.
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیرآقا پیر حبیب الرحمن وویل، چې د هالینډ کمیټې له لورې ۱۲ زره او ۵۰۰ ډوزه واکسینونه وړو شخوند وهوونکو څارویو ته پلي کېږي. 
د کونړ دکرنې رییس وویل، چې دغه کمپاین د سیمه ییزو وټرنرانو له خوا د ۷ ورځو په موده کې پلي کېږي، چې موخه یې په وړو څارویو کې د ناروغیو مخنیوی او د څارویو لرونکو اقتصادي ستونزې هوارول دي.
وړاندې تردې هم د هالینډ کمیټې له لورې د کونړ په بېلابېلو ولسوالیو کې زرګونه څارویو ته د  لېونتوب واکسینونه تطبیق کړي؛ او په راتلوونکي کې به هم یاد واکسینونه تطبیق شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS