دهلمند نادعلي کې بزګرو ته د انجې د کرکیلې لارې چارې وښودل شوې
              ۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
۲۹جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د نادعلي ولسوالی کرنیزو خدمتونو مدیریت کارکوونکو له لوري د نادعلي ولسوالی ګڼ شمېر بزګرو ته د انجې د کرکیلې په اړه زده کړې ورکړل شوې.
د انجې بوټي چې ډېرو کمو اوبو ته اړتیا لري ددې ولایت له خاورې، اوبو او هوا سره ښه مطابقت کوي.
انجه داسې بوټی دی، چې د طبي موخو لپاره کارول کېدای شي، د کورني بازار تر څنګ نړیوال مارکېټ لري او په لوړه بیه پلورل کېږي.
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوي تر څو بزګرو ته نوي ارزوښت لرونکي نباتات معرفي،  ترویج او تکثیر کړي.
