ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی کړنې
۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
۲۸جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
د ننګرهار ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالی اړوند سرخ دېوال کې د ځمکې د ملکيت تثبيت او قبالې تطبیق په موخه څېړنې پيل کړې، چې اسنادو او سوابقو ته په کتنې به د قانون له مخې اجرات تر سره شي.
د چارواکو په خبره په ياده سیمه کې تخنيکي او مسلکي ټيم د ځمکي حدودات، د ځمکې نوعيت، کروکي او سکيج په اړه بشپړ واخیستل شو ، قباله پرې تطبیق شوې وه اوقبالې دتطبيق بشپړ معلومات به د غصب مخنیوي مرکزي کمیسیون سره شریک شي.
د قبالې تطبيق څخه موخه د ځمکې ملکيت معلومول او د قانون په رڼا کې د لازمو اجراتو تر سره کول دي.
