لغمان کې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت د مالټو ۲۸۰ جریبه بڼونه جوړېږي

mail-admin
Sun, Dec 10 2023 12:05 PM
لغمان کې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت د مالټو ۲۸۰ جریبه بڼونه جوړېږي

١۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هېواد په ختیځ زون کې «ننګرهار، کونړ او لغمان» هغه ولایتونه دي، چې هوا او ځمکه یې د سټروسو نیالګیو ته جوړه او مناسبه ده او په یادو ولایتونو کې د سټروسو «مالټې، نارنج او لیمو» بڼونه ډېر دي.
د لغمان په ولایت کې د سټروسو بڼونه شته او خلک په خپلو کورونو او کروندو کې د سټروسو ونې اېښي دي او يا د سټروسو بڼونه یې جوړ کړي دي.
هېواد کې د سټروسو او نورو مېوه لرونکو بڼونو د پراختیا د هلوځلو په دوام داځل د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې  په همکارۍ د لغمان ولایت په مرکز او د یاد ولایت د قرغه یي او علیشنګ په ولسوالیو کې د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د مالټو ۲۸۰ جریبه بڼونه جوړوي.
د لغمان والي قاري زین العابدین عابد، چې ددغو بڼونو جوړولو په پار غونډه کې کډون کړی و وویل، چې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت پر ۲۸۰ جریبه ځمکه د مالټې بڼوڼه جوړیږي، چې  ورسره سم په لغمان کې د بڼوالۍ برخه لاپیاوړې شي.
په ورته وخت کې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې په مرکز مهترلام، الیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادرې له خوا دغه بڼونه جوړېږي چې د حاصلاتو له رسېدو سره سم به یې دغه ولایت په یاده برخه کې پرځان بسیا شي او صادارت به ولري.
محسن زیاته کړه، پر ۲۸۰ جریبه ځمکه به ۱۲۹ بڼوالو ته بڼونه جوړ شي او دوی به ترې وخت پر وخت څارنه کوي.
د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې د هېواد په کچه بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي، چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS