د کرنې وزیر له پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي

mail-admin
Sun, Dec 10 2023 9:55 AM
د کرنې وزیر له پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار په شیخ مصري صنعتي پارک کې د تل پسرلی د چرګانو د دانې او هګیو د تولید له شرکت څخه لیدنه وکړه او د دغه شرکت د کارکوونکو او خبریالانو په شتون کې په هېواد کې د پانګونې په هکله خبرې وکړې.
د کرنې وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې پانګوالو او سوداګرو ته بلنه ورکړه، چې په هېواد کې د کار او پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابره شوې، را دې شي او په خپل هېواد کې پانګونه او کار وکړي.
ښاغلي عمري وویل:"اوس مهال موږ د امن، ارامۍ او سولې په فضا کې یو، د دې هېواد ځوانانو په خپلو زړورتیا او شهادتونو سره جهاد وکړ او دې هېواد ته یې ازادي، خپلواکي او امنیت راوړ، اوس د پانګوالو او سوداګرو د جهاد وخت دی، چې پانګوال او سوداګر راشي او کار وکړي. راشئ خپله پانګه په دې هېواد کې ولګوئ، ترڅو تاسو او ولس ترې ګټه پورته کړي، د کرنې وزارت چمتو دی، چې په ټولو برخو کې اسانتیاوې رامنځ ته او د پانګونې زمینه برابره کړي."
ورپسې د تل پسرلی شرکت رییس حاجي ګل مراد هم په خپلو خبرو کې د کرنې وزیر څخه مننه او قدرداني وکړه، چې  ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د دوی له شرکت څخه لیدنه وکړه او د ګمرکي تعرفې د کمولو او د چرګانو د دانې اومه موادو په برخه کې د اسانتیاوو راوستلو غوښتونکي شول، چې د کرنې وزیر له خوا د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

وزیر زراعت از سرمایه گذاران خواست که در افغانستان سرمایه گذاری کنند 
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفرش به مشرقی از شرکت تولید دانه‌های مرغ تَل‌پسرلی در پارک‌های صنعتی شیخ‌مصری ننگرهار دیدن کرد و در جمع خبرنگاران و کارمندان شرکت صحبت نمود.
وزیر زراعت در جریان سخنرانی‌اش به سرمایه داران و تاجران دعوت داد که بستر برای کار و بار سرمایه‌گذاری مساعد شده بیایند  در ملک خود کار نمایند.
آقای عمری اظهار داشت:" فعلآ در امنیت، سکون و آرامش قرار داریم، جوانان این ملک با رشات‌ها و شهادت‌های شان جهاد کرده به این وطن آزادی، استقلال و امنیت آوردند، حال وقت جهاد سرمایه‌داران و تاجران است که بیایند کار کنند، بیائید سرمایه خود را در این ملک پهن کنید تا از آن مردم و خود شما مستفید شوید، وزارت زراعت آماده زمینه‌سازی و آوردن سهولت‌ها در همه بخش‌ها می‌باشد".
بعد از آن حاجی گل مراد رئیس شرکت تل‌پسری نیز از حضور وزیر زراعت به ننگرهار و دیدن از شرکت شان اظهار قدردانی نموده و بعضی‌های خواست‌هایش را در قسمت کاهش تعرفه گمرکی و آوردن سهولت در مواد خام دانه مرغ مطرح ساخت وزیر زراعت برای مرفوع ساختن آن وعده همکاری نمود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS