کندز کې پر لسګونو بڼوالو د بڼوالۍ توکي ووېشل شوې

mail-admin
Sat, Dec 09 2023 2:18 PM
کندز کې پر لسګونو بڼوالو د بڼوالۍ توکي ووېشل شوې

١٨ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٦جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترکیې هېواد د ټیکام مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کندز ولایت د مرکز په ګډون ددې ولایت د یوشمېر ولسوالیو پر ١٢٠ بڼوالو د بڼوالۍ توکي وېشلي دي.
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی امان الله حسن وویل، چې په مرسته شویو وسایلو کې هر بڼوال ته یوه بېلچه، د درمل شیندنې پمپ، ۵۰ کېلو ګرامه سپین سره، لاسي کراچۍ او یو شمېر نور اړين وسايل ورکړل شوي دي.
ښاغلی حسن وویل، چې ددې مرستې موخه د بېوزله بڼوالو ملاتړ، د عصري بڼوالۍ دودول او په ټوله کې ددې ولایت بڼوالۍ ته وده او پراختیا ورکول دي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS