د کرنې وزیر د ننګرهار له والي سره وکتل

mail-admin
Sat, Dec 09 2023 9:59 AM
د کرنې وزیر د ننګرهار له والي سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار له والي ملا محمد نعیم آخند(حاجی ګل محمد) سره وکتل.
دغه کتنه په ننګرهار ولایت کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو له کمپ څخه د کرنې وزیر تر لیدنې  وروسته د ننګرهار ولایت په مقام کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د کډوالو د چارو د تنظیم او ترتیب په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي عمري د مهاجرینو  وضعیت ته د رسېدو په برخه کې د ننګرهار والي د غوره رهبرۍ ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د خیمو نصبول، د روغتیايي، فرهنګي، لېږد رالېږد او خلکو ته د خوراکي او لومړنیو اړتیاوو د رسولو چارې په منظم ډول ترسره شوي دي.
دغه راز د ننګرهار والي د کرنې وزیر ته کډوالو سره د مرستې په موخه د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.
دغه راز ښاغلی عمري وويل، چې د سفر موخه يې د کدوالو لپاره د سرپناه جوړولو او د کرکیلې په برخه کډوالو ته د بوختیا پیداکولو په موخه د ځمکې لېږد او اجاره ورکول دي او د ننګرهار والي څخه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ننګرهار والي دغو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه د معلوماتو له وړاندې کولو وروسته د ملکیتونو د انتقال او د ځمکو د اجارې له لارې د کډوالو پر ملاتړ او همکارۍ ټینګار وکړ.
ددې کتنې په ترڅ کې د کرنې وزیر سره، چې کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ځمکو اجارې او لېږد د کمیټې مسوول دی، د مالیې، سوداګرۍ او صنایعو، کډوالو، ښار جوړونې او د چارو ادارې رییسانو او دغه راز د ننګرهار د کرنې رييس  مولوي عبدالستار، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رييس مولوي مصباح الدين مستعين او د کرنې وزارت د دفتر رييس ملا حسين احمد خورشيد يې ملتیا کوله.

دیدار وزیر زراعت با والی ننگرهار 
مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در سفرش به ولایت ننگرهار با ملا محمد نعیم آخند (حاجی گل محمد) والی ننگرهار دیدار نمود.
این دیدار پس از بازدید وزیر زراعت از کمپ مهاجرین عودت کننده از پاکستان در مقام ولایت ننگرهار صورت گرفت و در مورد ترتیب و تنظیم رسیدگی به مهاجرین صحبت گردید. 
آقای عمری از رهبری درست والی ننگرهار پیرامون رسیدگی به وضعیت مهاجرین تقدیر نموده و افزود که ایجاد خیمه ها، فعالیت تیم های صحی، فرهنگی، انتقالات، رساندن مواد خوراکی و نیازمندی‌های اولیه به مردم منظم پیش رفته است. همچنان والی ننگرهار در مورد فعالیت های شان در راستای کمک به مهاجران به وزیر زراعت معلومات داد.
همچنان آقای عمری هدف سفرش را اجاره دهی و انتقال ملکیت جهت ایجاد سرپناه و دادن اجاره زمین برای کشت و کار مهاجران عنوان نمود و از والی ننگرهار خواستار همکاری شد.
والی ننگرهار پس از ارائه معلومات در راستای رسیدگی به این مهاجرین تاکید به حمایت و همکاری از روند انتقال ملکیت و اجاره زمین نمود. 
در جریان این دیدار وزیر زراعت که مسوولیت کمیته اجاره دهی زمین و انتقال ملکیت کمیسون عالی رسیدگی به مهاجرین را به عهده دارد را روسائی از وزارت‌های مالیه، صنعت و تجارت، مهاجرین، شهرسازی، اداره امور،  مولوی عبدالستار رییس زراعت ننگرهار، مولوی مصباح الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه و  ملا حسین احمد خورشید رئیس دفتر وزارت زراعت که عضو کمیته می‌باشند همرایی می‌نمودند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS