خوست کې یوشمېر بزګرانو سره مرسته وشوه
١۴ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
۲۲جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ یې ددې ولایت د سپېرې ولسوالی پر ۴۰۰ مستحقو بزګرانو سپینې سرې وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوې ده.
ددې مرستې موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت کرنیز سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.
