د کرنې او مالدارۍ مرستیال د مؤسسو د پروژو دطرحې د ارزونې لړۍ پر چټکتیا ټینګار وکړ

mail-admin
Tue, Dec 05 2023 10:53 AM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د مؤسسو د پروژو دطرحې د ارزونې لړۍ پر چټکتیا ټینګار وکړ

١۴ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د پلان او د برنامو د همغږۍ لوی ریاست له مسوولینو سره د کتنې په ترڅ کې د پروژو د پروخت پلي کولو په پار د پروژو د اروزنې او له مؤسسو سره د هوکړه لیکونو د لاسلیکولو د لړۍ پر چټکتیا ټینګار وکړ. 
د مولوي عثماني په وینا، له مؤسسو سره د هوکړه لیکونو لاسلیک او د ارزونې بهیر دې باید ګړندۍ شي او د پروژو چارې دې په ټاکلي وخت پیل او بشپړې شي، د ارزونې او د هوکړه لیک د لاسلیک په بهیر کې خنډ او ځنډ د پروژو د پلي کولو چارې ځنډوي.
یوه کمېټه چې د کرنې وزارت د پلان او اړوندو څانګو له کارکوونکو څخه جوړه ده، د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د مرستندویو ادارو له خوا د پروژو د تطبیق د ارزونې دنده په غاړه لري، چې آیا د پروژو د پلي کولو په برخه کې د کرنې وزارت له خوا ټاکل شوي معیارونه یې په پام کې نیولي دي او که نه، چې د ارزونې له بشپړولو وروسته د هوکړه ليک په لاسليک کولو سره د کرنې وزارت له خوا د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په برخو کې ادارو ته د فعاليت اجازه ورکول کېږي.

معین زراعت و مالداری بر تسریع روند ارزیابی طرح پروژهای موسسات تاکید کرد
۱۴ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری طی جلسه‌ای با مسوولان ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌ها بر تسریع روند ارزیابی پروژها و امضای تفاهم نامه با موسسات جهت تطبیق به موقع پروژه‌ها تاکید کرد.
به گفته مولوی صدراعظم عثمانی، پروسه ارزیابی و امضای تافهم نامه با موسسات باید سرعت بخشیده شود و فعالیت‌های پروژه‌ها در وقت تعین شده آغاز و انجام پیدا کند، کندی در پروسه ارزیابی و امضای تفاهم نامه  کار تطبیق پروژه‌ها ره به تعویق می‌اندازد.
کمیته‌ای متشکل از کارمندان ریاست پلان و ریاست‌های ذیربط در وزارت زراعت مسوولیت دارد تا چگونگی تطبیق پروژها از سوی موسسات مدت رسان در سکتور های زراعت و مالدرای را ارزیابی نماید که آیا معیارهای تعین شده وزارت زراعت را در تطبیق پروژها در نظر گرفته اند یا خیر که پس از تکمیل ارزیابی با امضای تفاهم نامه به موسسات از سوی وزارت زراعت اجازه فعالیت در سکتور های زراعت، مالداری و آبیاری داده می شود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS