کډوالو ته د رسېدنې کمیسیون د ځمکو د اجارې او املاکو د لېږد کمیټې غونډه دائره شوه

user-admin
Sun, Nov 26 2023 11:27 AM
کډوالو ته د رسېدنې کمیسیون د ځمکو د اجارې او املاکو د لېږد کمیټې غونډه دائره شوه


۵ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١۳جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون د ځمکو د اجارې او ملکیتونو د لېږد کمیټې غونډه د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ او د مالیې، کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارتونو او د چارو ادارې د استازو په ګډون د کرنې په وزارت کې دائره شوه.
په دې غونډه کې د ځمکې د اجارې د کمېټې د کاري طرزالعمل د بشپړولو او کډوالو ته د ملکیتونو د سپارلو په اړه خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د ځمکو د اجارې کمېټې د کاري مسوولیتونو او کډوالو ته د ملکیتونو د سپارلو په اړه خبرې وکړې او د کړنلارې د چمتو کولو له مسوولینو سره یې د دغه کړنلارې د ښه والي په موخه خپل نظریات څرګند کړل.
د املاکو د لېږد یا د ځمکې د اجاره ورکونې کمیټه کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون تر چتر لاندې د امیرالمومنین حفظه الله له فرمان سره سم جوړاو له پاکستان او نورو هېوادونو څخه د اجباري راستنیدونکو ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.
دغه کمېټه په پام کې لري، چې راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش د پروسې له پيل وروسته د اجارې له لارې د املاکو په برخه کې د کډوالو ستونزې هوارې کړي.

جلسه کمیته  اجاره‌دهی زمین و انتقال ملکیت،‌ کمیسون رسیده‌گی به مهاجران برگزار شد
۵ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
 جلسه کمیته انتقال ملکیت و اجاره‌دهی زمین‌ کمیسون عالی رسیده‌گی به مشکلات مهاجرین به سرپرستی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت و عضویت نماینده‌گان از وزارت‌های مالیه، مهاجرین و عودت‌ کننده‌گان و اداره امور در وزارت زراعت برگزار شد.
در این جلسه در رابطه به نهایی سازی طرزالعمل کاری کمیته اجارده‌دهی زمین و انتقال ملکیت به مهاجرین  بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این جلسه پیرامون مسوولیت‌های کاری کمیته اجاردهی زمین و انتقال ملکیت به مهاجرین صحبت نموده و نظریات خویش را جهت بهبود طرزالعمل با مسوولان تهیه طرزالعمل بیان کرد.
کمیته انتقال ملکیت و یا اجاره دهی زمین تحت اثر کمیسون عالی رسیده‌گی به مشکلات مهاجرین مطابق به حکم امیرالمومنین حفظه الله ایجاد و تلاش‌هایش را جهت رسیده‌گی به امور مهاجرین بازگشت کننده اجباری  از پاکستان و سایر کشور های انجام می‌دهد.
این کمیته در نظر دارد پس از  آغاز روند توزیع زمین برای مهاجرین بازگشت کننده از طریق اجاره‌ به مشکلات مهاجرین در بخش ملکیت رسیده‌گی کند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS