ازبیکستان په افغانستان کې پر ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه بڼونه او کرنیزې ځمکې جوړوي

mail-admin
Sat, Nov 25 2023 10:08 AM
ازبیکستان په افغانستان کې پر ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه بڼونه او کرنیزې ځمکې جوړوي

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د ازبیکستان د کرنې وزارت د چارواکو ترمنځ د درې جلا هوکړه لیکونو پر بنسټ، د ازبیکستان هېواد په افغانستان کې پر ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه د انګورو بڼونه، د څاڅکي اوبو خور په سیستم سمبال بڼونه، د غنمو، پنبې، خټکي او سبو کروندې جوړوي.
دغه هوکړه لیکونه د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د ازبیکستان د کرنې وزیر جمشید خواجه یوف او د دواړو هېوادونو د یو شمېر چارواکو په حضور کې د دواړو هېوادونو د کرنې د چارواکو له خوا د ازبیکستان پلازمېنه تاشکند کې  لاسلیک شول.
ددې هوکړه لیک پر بنسټ، ټاکل شوې، چې د ازبیکستان هېواد په بېلا بېلو برخو لکه؛ په ۱۰۰ هکتاره ځمکه کې د بېلابېلو بڼونو جوړول، په ۵۰۰ هکتاره ځمکه کې بېلابېلو مېوه لرونکو بڼونو لپاره د څاڅکي اوبوخور سیستم جوړول، په ۵۰۰ هکتاره ځمکه کې د غنمو او پنبې اصلاح شوي تخمونه کرل اوپه ۵۰۰ هکتاره ځمکه کې د بېلابېلو سبو او خټکيو د کرکیلې په برخه کې د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره همکاري وکړي.
دغه بڼونه او کروندې د ازبیکستان هېواد په تخنیکي او مالي او د افغانستان د کرنې سکتور د متخصصینو په همکارۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه کې، چې مناسبې اوبه، خاوره او اقلیم ولري جوړېږي.
دغه هوکړه لیکونه ازبیکستان ته د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلاوي د سفر په ترڅ کې د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو او د ازبیکستان هېواد دکرنې وزارت د انګورو بڼونو، اصلاح شویو تخمونو او سبو د پانګونې برخې د چارواکو ترمنځ لاسلیک شول.

کشور ازبکستان در افغانستان یک‌هزار و ۶۰۰ هکتار باغ و زمین زراعتی احداث می‌کند
بر بنیاد سه تفاهم‌نامه جداگانه میان مسوولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان و وزارت زراعت ازبکستان قرار است کشور ازبکستان در مساحت یک هزار ۶۰۰ هکتار زمین در افغانستان باغ‌های انگور، باغ‌های با سیستم آبیاری قطره‌ای، مزارع پنبه، گندم، خربزه و سبزیجات احداث نماید.
این تفاهم‌نامه‌ها از سوی مسوولان زراعت دو کشور با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری افغانستان و جمشید خواجه یوف وزیر زراعت کشور ازبکستان و شماری از مسوولان دو کشور در شهر تاشکند پایتخت کشور ازبکستان به امضا رسید.
بر بنیاد این تفاهم‌نامه قرار است کشور ازبکستان در بخش‌های چون؛ احداث باغ‌های مختلف النوع در  مساحت ۱۰۰ هکتار زمین، تطبیق آبیاری قطره‌ای در ۵۰۰ هکتار باغ میوه‌های مختلف النوع، بذر تخم اصلاح شده گندم و پنبه در مساحت ۵۰۰ هکتار زمین و بذر سبزیجات مختلف النوع و خربزه در ساحه ۵۰۰ هکتار زمین، وزارت زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان را همکاری نماید.
 این باغ‌ها و کشتزارها به همکاری تخنیکی و مالی کشور  ازبکستان در همکاری متخصصین سکتور زراعت افغانستان در ساحه یک هزار ۶۰۰ هکتار زمین در ولایت‌های مختلف افغانستان که آب، خاک و اقلیم مناسب دارند احداث می‌شود.
این تفاهم‌نامه‌ها در جریان سفر ه‍ییت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان به کشور ازبکستان میان مسوولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان و بخش‌های سرمایه گذاری باغ‌های انگور، تخم‌های اصلاح شده و سبزیجات وزارت زراعت کشور ازبکستان به امضا رسید.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS