ننګرهار کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار هڅې؛ ۳۰۰ جریبه نوې بڼونه جوړېږي

mail-admin
Thu, Nov 23 2023 10:30 AM
ننګرهار کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار هڅې؛ ۳۰۰ جریبه نوې بڼونه جوړېږي

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د سولې بنسټ د ( کرنې د ودی او کلیو پراختیا)  پروژې له لورې په لسو ولسوالیو سرخ رود، چپرهار، شېرزاد، خوږیاڼو، رودات، کوټ، اچین، مومندره، لعلپوره او دره نور کې د مني موسم بڼوالې پیل کړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل دسولې بنسټ له لورې په ننګرهار کې پر ۳۰۰ جریبه ځمکه د ستروسو، الوچو، ناک او مڼو بڼونو جوړولو چارې پیل شوي.
محمد زیاته کړه په یادو بڼونو کې ۲۵۰ جریبه عادي او ۵۰ جریبه متراکم بڼونه دي، چې هغو بڼوالو ته به جوړ شي چې د بڼوالۍ سره علاقه او لېوالتیا ولري.
دغه راز د ننګرها د کرنې رییس وویل چې د سولې بنسټ د بڼوالۍ ترڅنګ د شنو خونو جوړولو، د بڼوالۍ کڅوړو وېش، اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو په وېش کې هم له بزګرانو سره مرستې کوي.
وړاندې تر دې هم د سولې بنسټ د بزګرانو او بڼوالو سره دبڼوالۍ او اصلاح شوي تخمونو ترویج ترڅنګ په مختلفو برخو کې مرستې کړي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS