د نه انلوس مؤسسې مشرتابه سره د ننګرهار مرستیال والي او کرنې رییس لیدنه

mail-admin
Wed, Nov 22 2023 10:31 AM
د نه انلوس مؤسسې مشرتابه سره د ننګرهار مرستیال والي او کرنې رییس لیدنه

۱ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۹جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري، په داسې حال کې چې د ننګرهار دکرنې ریيس مولوي عبدالستار محمد او د کډوالو چارو ریيس حاجي باز محمد عبدالرحمن هم حضور درلود د نه انلوس مؤسسې مشرې سوسانا فيورټي او همکارانو سره يې د لیدنې په ترڅ کې د کرنې او بېرته راستنېدونکو کورنيو سره د مرستو په موخه خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د ننګرهار مرستیال والي د بېرته راستنو شويو کورنيو او بزګرانو ستونزې او غوښتنې شريکې کړې او وړانديز يې وکړ ترڅو بېرته راستنو شويو کورنيو ته د بېړنيو مرستو ترڅنګ د کاروبار زمينه برابره کړي.
نوموړي وويل، چې په دې ولايت کې کوکنار صفر شوی او بايد بزګرانو سره د کوکنارو بديل مرستې تر سره شي، ترڅو په خپلو پښو ودرېږي او په راتلونکې کې حلال او ګټور کښتونه وکري.
هغه د يادې مؤسسې له مسئولينو مننه وکړه، چې په دې ولايت کې کار کوي او په ټولو قانوني چارو کې د ښې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
د کډوالو چارو رییس حاجي بازمحمد عبدالرحمن بېرته راستنو شويو کورنيو ته د نغدې او خوراکي مرستې ورکړې وړانديز وکړ او غوښتنه يې وکړه ترڅو دوی ته واړه کاروبارونه جوړ شي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د کورنيو باغچو، مېرمنو ته د غواګانو، اوزو او چرګانو ورکړې، د سبو وچولو ماشينونونو وېشلو، د سبو او لبنياتو پروسس وسايلو ورکړې او مېرمنو ته په ياده برخه کې د روزنې په موخه غوښتنې وکړې.
په همدې حال کې، د نه انلوس مؤسسې عمومي مشرې سوسانا فيورټي ډاډ وښوده چې په غوښتنو به يې غور وکړي او د امکاناتو له مخې به بېرته راستنېدونکو کورنيو او بزګرانو سره لازمې مرستې تر سره کړي.
نوموړې د يادو مرستو څرنګوالي، اړتياو، ستونزو او غوښتنو په اړه مسئولينو سره خبرې وکړې او ډاډ يې څرګند کړ، چې په خپله برخه کې به لازمه همکاري وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS