د ننګرهار مومندره کې لسګونو بزګرانو سره مرسته وشوه

mail-admin
Wed, Nov 22 2023 10:33 AM
د ننګرهار مومندره کې لسګونو بزګرانو سره مرسته وشوه

۱ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۹جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت  په مومندرې ولسوالی کې د ماشوم ساتنې مؤسسې له لوري پر بزګرانو کيمياوي سرې، د غنمو اصلاح شوی تخمونه او کرنیزې توکي وېشلي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل په مومندرې کې پر ۱۵۵ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل وېشل شوي دي.
محمد  وايي، چې هر بزګر ته ۵۰ کيلو توره او ۵۰ کيلو سپينه سره او ۲۵ کيلو د غنمو اصلاح شوی تخم ورکړل شوي دي.
دغه راز د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د ماشوم ساتنې مؤسسه یادو بزګرانو ته لس قلمه د بزګرۍ توکې چې د درمل شېندلو پمپ، لاسي کراچۍ، بیلچه، پنجه کش، ښاخۍ، سطل، د درمل شېندلو جامې، دستکش، موزې،لور او رمبې شامل دي هم ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه په یاده ولسوالی کې د بېوزلۍ سره مبارزه او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي، ترڅو کورنۍ پر ځان بسېا شي.
باید وویل شي، چې د ماشوم ساتنې مؤسسه وړاندې تردې هم په مومندرې ولسوالی کې سلګونه بزګرانو سره د اصلاح شوي تخمونو،  کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو مرسته کړې وه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS