کندهار کې یوشمېر بزګران روزل کېږي

mail-admin
Sun, Nov 19 2023 11:10 AM
کندهار کې یوشمېر بزګران روزل کېږي

۲۸ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د کرنې ادارې اړوند دبوټو ساتنې او ترویج مدیریت کارکوونکو لخوا د څارویو، بڼونو او بوټو د افتونو او ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې بزګرانو ته په عملي او نظري ډول زده کړې ورکول کېږي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمود مظلوم وویل، چې د بزګرانو د وړتیالوړولو په پآر د کندهار دکرنې ریاست  فني او مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت په کچه د عامه پوهاوی کمپاین پی شوی دی. ښاغلي مظلوم وویل، چې ددې کمپاین په ترڅ کې به د یاد ریاست مسلکي کارکوونکي ددې ولایت د مرکز په ګډون د ټولو ولسوالیو کلیو کې به بزګرانو ته د کرکیلي او مالدارۍ اړوند عامه پوهاوی ورکړي.
د کندهار دکرنې رییس وویل، چې یاد کمپاین د کندهار د ارغنداب ولسوالی څخه پیل شوی دی، چې په ترڅ کې یې د ارغنداب په بېلابېلو کلیو کې یوشمېر بزګران، بڼوال او مالداران روزل شوي دي.
په همدې حال کې یاد تخنیکي ټیم د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالی په بازار کې د حیواني او نباتي درمل پلورنځیو او کلینیکونو څخه هم څارنه وکړه، چې ددې څارنې په ترڅ کې یوشمېر تروخت تېر درمل راټول او اړوندو چارواکو ته سپارښتنه وشوه، چې د بېکفیت او تر وخت تېر درملو پېر-پلور څخه دې په کلکه ډډه وکړي او درمل پلورنځۍ د قانوني جواز ترڅنګ باید مسکلي کسان ولري.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS