د کرنې وزیر د ملي پراختیا شرکت څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Wed, Nov 15 2023 1:30 PM
د کرنې وزیر د ملي پراختیا شرکت څخه لیدنه وکړه

٢۴ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري له ملي پراختیا شرکت څخه دلیدنې په ترڅ کې د یاد شرکت له مسوولینو سره د افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د هغوی د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.
مولوي عطاء الله عمري دغه راز د ملي پراختیا شرکت په انګړ کې د يوې لويې ودانۍ د جوړېدو او د هغه ودانۍ د بيارغونې له پرمختګ څخه هم ليدنه وکړه چې په پام کې ده په کې د ماشين الاتو جوړولو شرکت جوړ شي.
د ملي پراختیا شرکت د اجرایې رییس عبدالرحمن عطاش د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دغه شرکت فعالیتونه بیان کړل او زیاته یې کړه: «ملي پراختیا شرکت نه یوازې دا چې د قوش تېپې کانال چارې پرمخ وړي، ترڅنګ یې د لویو پروژو او ودانیزو چارو لپاره پلانونه او برنامې هم لري.»
 د ملي پراختيا شرکت په تېر حکومت کې د اتو دولتي تصديو په ادغام سره رامنځته او عبدالرحمن عطاش د دغه شرکت د عمومي اجرايوي رييس په توګه وټاکل شو.
د یاد فرمان پر اساس د بنایي ودانیزتصدي، د هلمند ودانیز تصدي، افغاني ودانیز تصدي، د کور جوړونې تصدي، د غوري سمنټو فابریکو تصدي، د جبل السراج سمنټو فابریکو تصدي او د ارزاقو تصدي مدغم او د «ملي پراختیا شرکت» تر عنوان لاندې نوی شرکت تاسیس شو.
د ملي پراختیا شرکت اوس مهال د افغانستان د اسلامي امارت په اډانه کې د حکومت له تګلارې سره همغږي دی او هغه مهمې پرمختیايي او پراختیایي پروژې چې له مخکې ټاکل شوي، پلي کوي.

بازدید وزیر زراعت از شرکت انکشاف ملی 
۲۴ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان بازید از شرکت انکشاف ملی با مسوولان این شرکت پیرامون فعالیت‌های شان پس از روی کار آمدن امارت اسلامی افغانستان گفتگو نمود.
مولوی عطاءالله از  جریان کار ساخت ساختمان بزرگ در محوطه شرکت انکشاف ملی و بازسازی ساختمان که در نظر است در آن  شرکت تولید ماشین‌آلات ایجاد شود نیز دیدن نمود.
عبدالرحمن عطاش رییس عمومی اجرایوی شرکت انکشاف ملی فعالیت‌های این شرکت را پس از روی کارآمدن امارت اسلامی افغانستان بیان کرده افزود؛شرکت انکشاف ملی نه تنها  کار کانال قوش‌تپه را به پیش می برد  بلکه روی پروژه‌های بزرگ و ساخت ساز پلان و برنامه‌های دارد".
شرکت انکشاف ملی با در حکومت قبلی با ادغام هشت تصدی دولتی ایجاد گردید و عبدالرحمان عطاش به‌حیث رییس عمومی اجراییوی این شرکت گماشته شد.
براساس آن، تصدی ساختمانی بنایی، تصدی ساختمانی هلمند، تصدی ساختمانی افغانی، تصدی خانه‌سازی، تصدی فابریکات سمنت غوری، تصدی فابریکات سمنت جبل‌السراج و تصدی ارزاق  مدغم و یک شرکت جدید زیر نام «شرکت انکشاف ملی» ایجاد گردید.
شرکت انکشاف ملی در حال حاضر در مطابقت با چهارچوب و پالیسی دولت امارت اسلامی افغانستان همگام بوده و پروژه‌های بزرگ انکشافی و توسعه‌ای از قبل تعیین شده را تطبیق می‌نماید.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS