هلمند کې د دوو کرنیزو پروژو چارې پیل شوې 

mail-admin
Tue, Nov 14 2023 10:51 AM
هلمند کې د دوو کرنیزو پروژو چارې پیل شوې 

٢۳ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۳۰ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ، په دې ولایت کې ددو کرنیزو پروژو چارې ددې ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شوې. 
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د هلمند ولایت د مقام استازي الحاج مولوی ثاقب،  الحاج سراجي، د کرنې رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي، د کرنیزو چارو آمر ملامحمدشریف احسان او ګڼو نورو مسؤلینو او کارکوونکو ګډون درلود. 
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی نظر محمد صدیقي وویل، چې د یادو پروژو په ترکیب کې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه، موسی کلا، نادعلي، مارجې، نهرسراج، ګرمسېر، نوزاد او ناوې ولسوالیو کې ١٠ تنو بزګرو ته د خرما بڼونه او ٦ بزګرو ته د شنو خونو جوړولو ترڅنګ د اړتیا وړ کرنیزو کڅوړو وېشل شامل دي.
ښاغلی صدیقي د یادو پروژو د پرانستې پر مهال بزګر او بڼوال وهڅول ترڅو له ترلاسه شویو نیالګیو او شنو خونو څخه اعظمي استفاده وکړي، حفظ او مرافقبت ته یې ځانګړې پاملرنه وکړي او د کرنې ریاست د فني او مسلکي کارکوونکو د لارښونو مطابق یې د روزنې او پالنې چارې مخې ته یوسي.
ورپسې د هلمند ولایت د مقام استازي الحاج مولوی ثاقب خبرې وکړې او د کرنې وزارت او د هلمند کرنې ریاست څخه یې مننه وکړه، چې د هلمند ولایت د بزګرو او بڼوالو لپاره یې دغه پروژې منظور کړي دي، ددې ترڅنګ هغه غوښتنه وکړه چې ددې ولایت بزګرو او بڼوالو سره دې لا نورې مرستې هم ترسره شي.
د یادولو وړ ده، چې دغه پروژې د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د ۱.۷میلیونه  افغانیو په ارزښت پلي کېږي، چې د مستحقو بزګرو د کرنیز اقتصاد په پیاوړتیا کې به د پام وړ بهبود رامنځته شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS