اروزګان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې

user-admin
Mon, Nov 13 2023 1:12 PM
اروزګان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې


٢۲ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
 د اروزګان د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب سوو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون تخنیکي پلاوی خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي.
د دغو هلو ځولو په دوام یاد پلاوی د اروزګان ولایت چورې ولسوالی د کوتل سيمي ته سفر وکړ، چې په ياده سیمه کې هغه ځمکه چې د تخنيکي پلاوی له لوري امارتي تشخيص او تثبیت شوي وه او هغه ځمکه چې د كوتل دکاريز په خلګو پسې ثبت وه سره جلا کړي.
ددې سفر په ترڅ کې له قومي مشرانو سره په لیدنه کې دياد کاريز خلکو د ۱۲۰۰۰ دولس زره جريبه ځمکه خپله بابائي ځمکه بلل چي تخنيکي پلاوی هر اړخيزه څيړنې وکړي چې په پايله کې يې د ياد کاريز ثبت ځمکه چي داملاکو په کتابونو کې ثبت وه ۵۲۱ جريبه وه چې تخنيکي پلاوی یادې سیمې ته ولاړي او هلته يې یاد کاريز ته شرعي ۵۰۰ متره حريم ور جلا او قانوني کړنې یې ترسره کړل.
باید وویل شي، چې د اروزګان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS