د صنعتي پارک د ځمکې ارزونې په موخه نهر سراج ولسوالی ته د هلمند دکرنې رییس سفر 

mail-admin
Thu, Nov 09 2023 12:13 PM
د صنعتي پارک د ځمکې ارزونې په موخه نهر سراج ولسوالی ته د هلمند دکرنې رییس سفر 

۱۸ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د هدایت او د هلمند ولایت مقام په لارښؤنه، دهلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي د یوه پلاوي په ملتیا چې په ترکیب کې یې د ځمکو د تنظیم آمر، د استخباراتو ریاست استازی، مسلکي انجنیران او د اړونده حوزې مسؤل شامل ؤ، نهرسراج ولسوالی ته سفر وکړ او هلته یې د کندهار هلمند پر دوه لارې د صنعتي پارک اړوند ٢٠٠٠ جریبه ځمکې ارزونه ترسره کړه. 
د هلمند ولایت صنعتي پارک چې پلان یې له وړاندې ترتیب او منظور شوی دی، د ځمکې د انتقال چارې یې په مرکز کې بشپړ شوي دي، په  شاخوا ٢٠٠٠ جریبه ځمکه کې د سلګونو تولیدي فابریکو د رغولو په موخه د لښکرګاه - کندهار پر دوه لارې موقعیت لري، او د عملي کارونو د پیل په اړه یې له سیمې څخه لیدنې او ارزونې ترسره شوه.
په دې لیدنه کې د هلمند دکرنې رییس د سیمې خلکو ته د پلان د تطبیق او موثریت په اړه معلومات ورکړل، هغوی یې وهڅول ترڅو د عامه منافعو د ګټو په موخه د پراختیایي پلانونو په تطبیق کې همکاري وکړي.
داچې په یاده سیمه کې د ځینو کسانو لخوا په خپلسري ډول ځمکې نیول شوي دي، یادو اشخاصو سره نوموړي پلاوي له نږدې لیدنې وکړې، په یاده ځمکه کې یې د تصرفاتو بندولو او د کښتونو نه کولو لارښؤنې وکړې ترڅو په راتلونکي کې یاد عام المنفعه پلان په ښه ډول په ساحه کې پلي کړل شي.
ورغلي پلاوي سره د سیمې خلکو خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه چې دوی ته دې د ځمکو په بدل کې مناسب بدیل ورکول شي. 
یاد پلاوي د سیمې د خلکو غوښتنې واوریدې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې عالي مقاماتو سره به یې ستونزې او غوښتنې شریکې کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS