د هلمند مارجې کې د ډاکار مؤسسې له فعالیتونو څارنه وشوه

mail-admin
Sun, Nov 05 2023 1:09 PM
د هلمند مارجې کې د ډاکار مؤسسې له فعالیتونو څارنه وشوه

١۴ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالداری  ریاست په لارښؤنه، د مؤسساتو د فعالیتونو د مؤثریت په موخه، د څارنې او ارزونې تخنیکی پلاوی لخوا چې په ترکیب کې یې ددې ریاست تخنیکي او مسلکي سلاکار ماسټر جان اقا بشیري، د مالدارۍ او حیواني روغتيا  مدیر انجنیر محمد  اسلم او د بوټوساتنې او قرنطین عمومي مدیر ماسټر نجیب الله حکیمي شامل دي، د دې ولایت مارجې ولسوالی کې د کرنیزو خدمتونو مسؤل په همکارۍ، له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې (ډاکار) مؤسسې له فعالیتونو څارنه او ارزونه ترسره کړل.
دیادې څارنې په ترڅ کې  د کورنیو چرکانو او وزو له فارمونو، د جوارو ننداریزو قطعاتو، د حیواناتو دغوجلو د اصلاح، د حیواني کلینیک او د موټر سیکل د برخې شل کسیزې روزنیزې پروسې چارې په هر اړخیزه توګه وارزول شول او په اړونده برخو کې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
د یادولو وړ ده، چې د هلمند دکرنې ریاست هڅه کوي ترڅو د بزګرو، مالدارو او بڼوالو د کرنیز اقتصاد پیاوړتیا په موخه په بېلابېلو برخو کې د پام وړ خدمات وړاندې کړي ترڅو د کاري بوختیاو ترڅنګ یادې کورنۍ په ځان بسیا شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS