د کورنیو لبني محصولاتو ملاتړ او د پوډري شېدو د کنټرول څرنګوالي په اړه غونډه دائره شوه

mail-admin
Thu, Nov 02 2023 11:22 AM
د کورنیو لبني محصولاتو ملاتړ او د پوډري شېدو د کنټرول څرنګوالي په اړه غونډه دائره شوه

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د هېواد په جنوب کې د غواګانو د فارمونو ټولنې له یو شمېر استازو سره د تولیدي لبني محصولاتو او د مالدارانو د ملاتړ په موخه غونډه دائره کړه
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د مالدارۍ سکتور په ځانګړې توګه د غواوو پالنې سکټور پر اهمیت خبرې وکړې زیاته یې کړه:".مالدارۍ د کرنې وزارت یوه اړینه برخه ده، له دې ډلې شېدې، چې یو ارزښتناک محصول دی او باید ورته جدي پاملرنه وشي، د هېواد د مالدارانو ملاتړ باید ووشي، او هېوادوال باید صحي او باکیفیته محصولاتو ته لاس رسۍ ولري، تر ټولو مهمه دا ده چې د سالمو محصولاتو په کارولو سره د خلکو روغتیا ته زیاته پاملرنه وشي او د درغلیو مخه ونیول شي."
په ورته وخت کې د هېواد په جنوب کې د څارویو د ټولنې غړو د کورنیو تولیدي لبني محصولاتو د ملاتړ په موخه د پوډرو شېدو د ګمرکي تعرفې د لوړولو غوښتنه وکړه.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني وویل، چې دکرنې وزارت کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکوي او په دې برخه کې یو لړ اقدامات هم ترسره شوي دي، هغه زیاته کړه:"په دې برخه کې لومړنۍ غونډې شوې او راتلونکې غونډې به د وزارتونو په ګډون ډېر ژر ترسره شي، څو په دې اړه لازم تصمیم ونیول شي، تر څو له یوې خوا بزګران او فابریکه لرونکي زیانمنې نه شي او له بلې خوا   ګټه اخیستونکو لپاره د شېدو بیه پورته نه شي."
د يادې ټولنې چارواکو د کرنې وزارت د کړنو د ستاينې ترڅنګ د هېواد د مالدارۍ د محصولاتو د ملاتړ په برخه کې د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

تدویر جلسه پیرامون حمایت از محصولات لبنی داخلی و چگونگی کنترول شیر پودری
 مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت به منظور حمایت از محصولات لنبی تولیدی و حمایت از مالداران و فارم‌های گاوداری با شماری از نماینده گان اتحادیه گاوداری از جنوب کشور جلسه برگزار کرد.
معین زراعت و مالداری پیرامون اهمیت سکتور مالداری به خصوص سکتور گاوداری سخن زده افزود" مالداری یک بخش اساسی در وزارت زراعت بوده و از جمله آن  شیر که یک محصول با ارزش بوده و  نیاز است  توجه جدی به آن باید مبذول گردد. مالداران کشور باید تقویت گردند، محصولات لبنی صحی و با کیفیت در درسترس همشریان قرار داده شود و از همه مهمتر به صحت انسان‌ها از طریق استفاده محصولات صحی توجه بیشتر گردد و  هم‌چنان جلو تقلب گرفته شود".
 در همین حال مالداران اتحادیه گاوداری در جنوب کشور خواستار افزایش تعرفه گمرکی بالای شیر پودری به منظور حمایت از تولیدات مالداری داخلی گردیدند.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت از اقدامات پیرامون اولویت‌دهی محصولات داخلی سخن زده افزود" در این مورد جلسات مقدماتی صورت گرفته و جلسات بعدی با اشتراک وزارت خانه‌ها عنقریب صورت خواهد گرفت تا در زمینه تصمیم مدبرانه گرفته شود که از یک طرف مالداران و فابریکه‌ها متضرر نشود و از جانب دیگر قیمت شیر برای مستفدین بلند نرود ".
 مسوولان اتحادیه متذکره ضمن قدرانی از کارکردهای وزارت زراعت خواستار توجه بیشتر در زمینه حمایت از محصولات مالداری کشور شدند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS