کډوالو ته د رسېدنې کمېسیون؛ د ځمکې د اجارې او ملکیت د لېږد کمېټې چارې پیل شوې

mail-admin
Sun, Oct 29 2023 10:29 AM
کډوالو ته د رسېدنې کمېسیون؛ د ځمکې د اجارې او ملکیت د لېږد کمېټې چارې پیل شوې

۷  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ځمکې د اجارې او ملکیت د لېږد کمېټه د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ او د مالیې، کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو او د چارو د ادارې په غړیتوب سره دکرنې په وزارت کې خپلې چارې پیل کړل.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر عطاء الله عمري په خبره، دغه کمېټه راستنېدونکو کډوالو ته د ملکیتونو د لېږد او د اسنادو (قوالې) ورکولو مسوولیت لري، دغه راز یاده کمېټه ددې مسوولیت هم لري، چې سوداګرو او صنعتکارانو ته ځمکه په اجاره ورکړي.
د کډوالو لېږد، د هستوګنځایونو جوړول، لنډمهاله ځای پرځای کول، لګښتونه او د لومړنیو موادو برابرول د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د ښار جوړونې وزارت مسولیت دی، د کرنې وزارت دنده یوازې دغو خلکو ته د ځمکې لېږد او دوی ته د ځمکې اسناد ورکول دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون تر چتر لاندې د ځمکې د اجارې او ملکیت د لېږد کمېټه د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کډوالو د ستونزو د حل په موخه جوړه شوې، چې خپله لومړنۍ غونډه یې د کرنې په وزارت کې دائره کړه.
دغه کمېټه په پام کې لري، چې پر راستنېدونکو کډوالو د ځمکې د وېش د پروسې له پیل وروسته د ملکیت په برخه کې د کډوالو ستونزې د اجارې او یا د ملکیت د اسنادو په ورکولو سره حل کړي.

آغاز کار کمیته انتقال ملکیت و اجاره‌دهی زمین،‌ کمیسون رسیده‌گی به مهاجران 
۷ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش
کمیته انتقال ملکیت و اجاره‌دهی زمین‌ کمیسون عالی رسیده‌گی به مشکلات مهاجرین به سرپرستی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت و عضویت نماینده‌گان از وزارت‌های مالیه، مهاجرین و عودت‌ کننده‌گان و اداره امور در وزارت زراعت آغاز به کار کرد.
به گفته عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، این کمیته مسوولیت دارد ملکیت‌ها را به مهاجرین بازگشت کننده انتقال و سند (قواله) دهد، هم‌چنان این کمیته زمین‌ها را به تاجران و صنعت گران به اجاره دهد.
انتقال مهاجرین، ساختن شهرک‌ها، جابجایی موقت، مصارف و برآورده ساختن مواد اولیه آن‌ها مسوولیت وزارت مهاجرین و عودت کننده‌گان و وزارت شهرسازی است تنها مسولیت وزارت زراعت انتقال ملکیت‌ها برای این افراد و سند دادن زمین‌ها برای آن‌ها می‌باشد.
کمیته انتقال ملکیت و یا اجاره دهی زمین تحت اثر کمیسون عالی رسیده‌گی به مشکلات مهاجرین مطابق به حکم امیرالمومنین حفظه الله ایجاد و اولین جلسه‌‌اش را در وزارت زراعت دایر کرد.
این کمیته در نظر دارد پس از  آغاز روند توزیع زمین برای مهاجرین بازگشت کننده از طریق اجاره‌ و یا دادن سند ملکیت به مشکلات مهاجرین در بخش ملکیت رسیده‌گی کند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS