راستنېدونکو  وضعیت ته د رسېدنې کمیسیون پلاوي په کندهار کې دهمکارو مؤسسو له استازو سره وکتل

mail-admin
Sat, Oct 28 2023 1:54 PM
راستنېدونکو  وضعیت ته د رسېدنې کمیسیون پلاوي په کندهار کې دهمکارو مؤسسو له استازو سره وکتل

۶  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
له پاکستان څخه د اجباري ایستل شویو راستنېدونکو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې کمیسیون پلاوي کندهار کې د یوشمېر ادارو د چارواکو په شتون کې د کډوالۍ په برخه کې د همکارو مؤسسو له چارواکو سره په لیدنه کې، له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو کډوالو پر ستونزو خبرې اترې وکړې.
 د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د اجباري راستنېدونکو کډوالو عمومي وضعیت ته د رسېدنې کمېسیون د کرنې وزارت د مرستیال مولوي فضل الباري فضلي، دکلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال مفتي سید احمد مستقیم، د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر محمد حسین غیاثي، پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت استازی مولوی احمد شاه ذهین او د سرې میاشتې ټولنې استازی صالح محمد اخندزاده کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې  له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو کډوالو د ستونزو هوارولو په پار د کډوالۍ په برخه کې د همکارو مؤسسو له چارواکو سره په لیدنه کې د مرستو د لړۍ پر چټکتیا او د سپين بولدک په صفري نقطه کې کډوالو ته د چوپړتیاوو پر وړاندې کولو خبرې اترې وکړې.
ياد پلاوي د مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ په دې غونډه کې له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو کډوالو ستونزې او ننګونې مطرح او پر کډوالو د نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستو د وېش پر چټکتیا او همغږۍ ټینګار وکړ.
د اجباري ایستل شویو راستنېدونکو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې کمیسیون پلاوي کډوالو لپاره د افغانستان اسلامي امارت پر فعالیتونو او امکاناتو خبرې وکړې او د مرستې رسونې د لړۍ د چټکتیا او د کدوالو ستونزو ته د رسېدنې په پار د شیفټ ټیمونو جوړولو غوښتنه وکړه.
وروسته د کډوالۍ په برخه کې د همکارو مؤسسو چارواکو د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او کډوالو لپاره د رسېدنې په پار د چوپړتیاوو لړۍ پر چتکتیا ژمنه وکړه.
په پای کې دواړو خواوو د فعاليتونو د همغږۍ په اړه خبرې وکړې او له ټولو کډوالو سره د ښه او مساوي چلند په موخه ټینګار وکړل.

دیدار هیئت کمیسیون رسیده‌گی به عودت کننده‌گان اخراج اجباری با نماینده‌گان موسسات همکار در کندهار
۶ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش
هیئتی از کمیسون رسیده‌گی به وضعیت عمومی عودت کننده گان اخراج اجباری با حضور مسوولان چندین اداره با نماینده‌گان موسسات همکار در بخش مهاجرین در ولایت کندهار دیدار کردند.
 هیئت متذکره تحت ریاست مولوی عبدالرحمن راشد معین مسلکی وزارت امور مهاجرین با حضور مولوی عبدالباری فضلی معین وزارت زراعت، مفتی سید احمد مستقیم معین وزارت انکشاف دهات، دوکتور محمد حسین غیاثی معین صحت عامه، مولوی احمدشاه ذهین نماینده وزارت دولت در امور رسیدگی به حوادث و صالح محمد آخند‌زاده نماینده جمعیت هلال احمر افغانی در جریان سفر شان به ولایت کندهار با موسسات همکار در بخش مهاجرت، پیرامون تسریع روند ارئه خدمات برای مهاجرین اخراجی در نقطه صفری اسپین‌بولدک بحث و گفتگو کردند.
در این نشست هیئت متذکره ضمن  بیان ابعاد گسترده مهاجرت و مشکلات مهاجرین اخراجی اجباری از کشور پاکستان صبحت نموده، تاکید بر هماهنگی بهتر جهت توزیع کمک‌های خوراکی، نقدی و غیرخوراکی برای مهاجرین شدند.
هیئت رسیدگی به وضعیت عمومی عودت کننده‌گان اخراجی اجباری روی امکانات و فعالیت‌های امارت اسلامی افغانستان برای مهاجرین صحبت نموده خواهان تسریع روند کمک‌رسانی و ایجاد تیم‌های شیفت‌وار به منظور رسیدگی به مهاجرین شدند.
سپس نماینده‌گان موسسات همکار در بخش مهاجرت روی فعالیت‌های خویش معلومات ارائه نموده و تعهد شان را برای تسریع روند رسیدگی برای تمام مهاجرین بیان کردند.
در اخیر طرفین روی هماهنگی بیشتر به منظور شفافیت در انسجام کمک‌های، توزیع کمک‌های به صورت یک‌سان به تمام مهاجرین تاکید نمودند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS