د یونما له مشرې سره د کرنې وزیر لیدنه

user-admin
Thu, Oct 26 2023 2:02 PM
د یونما له مشرې سره د کرنې وزیر لیدنه


۴  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له استازې روزا اوتونبایو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویو سرچینو همغږي کوونکي اټول ګوپټا سره دکتنې په ترڅ کې بر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې آغلې روزا اوتونبایوا د کوچنیو مرستو په اړه د ملګرو ملتونو د کنفرانس په اړه چې ټاکل شوې د اکتوبر په ۳۰ نېټه جوړ شي، معلومات ورکړل او ویې ویل:«ټاکل شوې ده، چې د اکټوبر په ۳۰مه نېټه د بنسټونو، بانکونو او مرسته کوونکو هېوادونو په ګډون د کوچنیو مرستو کنفرانس تر سرلیک لاندې یوه غونډه جوړه شي، دغه مرستې د خلکو د ژوند د مثبت بدلون او د کار د ښه والي لپاره اغېزمن تمامېدای شي، ځکه چې په تېرو وختونو کې ډېرې مرستې وړیا او د مصرف له پلان پرته وېشل شوي دي، دا کنفرانس د دې لپاره جوړېږي، چې مرستې د بزګرانو، صنعتکارانو، کسبه کارانو، مالدارانو او ټولو فعالو شرکتونو او شخصیتونو د فعالیتونو پر بنسټ تنظیم او شریکې شي، دا فعالیت په 35 نورو هېوادونو کې هم پلي شوی دی او مثبته پایله ترې ترلاسه شوی دی. اوس غواړو چې داکار په افغانستان کې پیل شي، ځکه امارت توانیدلی دی، چې په لنډه موده کې د نشه یي توکو د کښت پر وړاندې په ښه پلان جوړونې سره په بریالیتوب سره کار وکړي، په دې پروژه کې نړیوال سازمانونه، د نړۍ هېوادونه، بانکونه، دولتونه، خصوصي سکټور، او په عمومي توګه د خلکو اکثریت په مستقیم او غیر مستقیم ډول، کولی شي ګډون وکړي، موږ تاسو ته بلنه درکوو چې پدې کنفرانس کې برخه واخلئ.»
په ورته وخت کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د دغه کنفرانس د نوښت او پیل هرکلۍ وکړ او ویې ویل:«موږ ستاسو د فعاليت ستاينه کوو، ځکه په تېره غونډه کې مو تاسو ته هغه اساسي مسايل ياد کړل چې بايد ورته پام وکړئ، موږ هيله درلودل، چې تاسو يو څه وکړئ، يو له دغو کارونو څخه د یاد کنفرانس په لاره اچول دی، چې په اډانه کې یې په لرو پرتو کلیو او بانډو کې ښځې او نارینه برخمن کېږي. دا کنفرانس به د خلکو د خوځښت لپاره د تازه هوا د تنفس په څېر وي، زموږ مسوولیت دا دی چې خلکو ته خوړنیز توکي برابر کړو، موږ د کرنې وزارت کې په دې فکر کې یو چې څنګه کولای شو خپلو خلکو ته خوړنیز توکي برابر کړو او خلک له کډوالۍ او بې وزلۍ څخه خلاص شي،هیله لرم چې دا کنفرانس به د کروندګرو او د مالدارانو لپاره یوه نوې کړکۍ پرانیزي ترڅو موږ وکولی شو د خوړو خپلواکۍ په موخه ګامونه وچت کړو.»

دیدار وزیر زراعت با رییس یونما 
۵ عقرب ۱۴۰۲
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با روزا اوتونبایوا نماینده سازمان ملل متحد برای افغانستان و اتول گوپتا هماهنگ کننده منابع تمویل کننده سازمان ملل برای افغانستان ملاقات کرد.
خانم روزا اوتونبایوا در این دیدار در مورد کنفرانس سازمان ملل برای مساعدت‌های کوچک که قرار است در ۳۰ اکتوبر دایر گردد معلومات اراییه نموده گفت:" قرار است نشستی در تاریخ ۳۰ اکتوبر با اشتراک نهادها، بانک‌ها و کشورهای کمک کننده دایر شود تحت عنوان کنفرانس مساعدت‌های کوچک، این کمک‌ها می‌تواند برای تغییر مثبت زندگی مردم و بهبود کاربارشان موثر واقع شود، چون در گذشته بسیاری از کمک‌ها رایگان و بدون پلان مصرف توزیع شده‌است، این کنفرانس دایر می‌شود تا کمک‌ها تنظیم شده و بر اساس فعالیت دهقانان، صنعت‌کاران، کسبه‌کاران، مالداران و تمام شرکت‌ها و شخصیت‌های فعال در آن سهیم شوند، این فعالیت در ۳۵ کشور دیگر نیز راه‌اندازی شده و نتیجه مثبت بدست آمده‌است، حالا می‌خواهیم این کار در افغانستان راه‌اندازی شود، چون امارت توانسته است در مدت کوتاه با تدبیر خردمندانه در برابر کشت و کار مواد مخدر موفقانه کار کند، در این پروژه نهادهای بین‌المللی، کشورهای جهان، بانک‌ها، حکومت‌ها، سکتور خصوصی و در مجموع اکثریت مردم بصورت مستقیم و غیر مستقیم سهیم شده می‌توانند،  از شما دعوت می‌کنیم در این کنفرانس اشتراک کنید".
در همین حال مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت از ابتکار و راه‌اندازی این کنفرانس استقبال نموده گفت:" از فعالیت شما تقدیر می‌کنیم، چون در ملاقات قبلی موضوعات اساسی را به شما یاد داشت داده بودیم که به آن توجه نمائید، آرزو داشتیم که کاری می‌کنید، یکی از این کارها راه‌اندازی این کنفرانس است که در چارچوب آن زنان و مردان در قریه‌ها و مناطق دور دست مستفید می‌شوند، این کنفرانس نفس تازه برای تحرک مردم خواهد بود، مسوولیت ما تامین کردن مواد غذایی مردم است، در وزارت زراعت به این فکر هستیم که چگونه می‌توانیم غذایی مردم خود را تامین کنیم و مردم از مهاجرت و فقر خلاص شوند، آرزو دارم که این کنفرانس دریچه نو را برای دهقانان مالداران این ملک باز کند  تا بتوانیم به سمت استقلال غذایی برویم ".

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS