هلمند کې سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
Sun, Oct 22 2023 1:04 PM
هلمند کې سکټوري غونډه دائره شوه

۳۰ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مقام کي میاشتنۍ سکټوري غونډه ترسره شوه.
  په یاده غونډه کې د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي او ددې ادارې یوشمېر کارکوونکو، دچاپېریال ساتنې ریاست، د نیشه یي توکیو پر وړاندې مبارزې مدیریت او د کلیو بیارغاونې او پراختیا ریاست استازیو ترڅنګ د ګڼو کرنیزو  مؤسسو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په یاده ناسته کې دکرنې سکټور اړوند د مؤسسو چارواکو د تېري میاشتې په لړکې د خپلو ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
په غونډه کي د هلمند دکرنې رییس الحاج مولوی نظر محمد صدیقي د مؤسسو مسؤلینو ته د چارو پر همغږۍ، همدارنګه د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د ویشنې په برخه کې یې پر کیفیت، پر وخت د سروې او توزیع چارو سرته رسولو او شفافیت ټینګار وکړ.
همدارنګه په یاده ناسته کې د هرې ادارې مسؤل په خپل وار سره خپل فعالیتونه، لاسته راوړنې، غوښتنې او ستونزې شریکې کړې، چې د غونډې ګډونوالو لخوا ورباندي بحث وشو.
د یادوني وړ ده، چې د هلمند په ولایت کې د کرنې سکټوري غونډه په میاشت کي یو ځل د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS