د کرنې او مالدارۍ مرستیال د پاکستان له سفیر او د ترکیې له شارژدافیر سره وکتل

user-admin
Thu, Oct 19 2023 8:49 AM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د پاکستان له سفیر او د ترکیې له شارژدافیر سره وکتل

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو د نهه ویشتم نندارتون په څنډه کې د پاکستان له سفیر او په افغانستان کې د ترکیې له شارژدافیر سره وکتل.
په دې کتنه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال وویل، چې د دغه نندارتون د دائرولو موخه کرنیزو محصولاتو ته بازار موندنه او د هېواد د کرنیزو محصولاتو د پلور لپاره د زمینې برابرول دي او د پاکستان له سفیر څخه یې وغوښتل، کله چې د افغانستان د سبو او مېوو راټولولو فصل کې دې هغه ستونزې هوارې کړي، چې په بندرونو کې ایجادېږي، تر څو پاکستان ته د افغاني کرنیزو محصولاتو د صادرولو لپاره زمینه برابره شي.
دغه راز په دې کتنه کې مولوي صدر اعظم عثماني په افغانستان کې د ترکيې له شارژدافیر او د پاکستان سفیر سره په ترکيه او پاکستان کې د مېشتو افغان مهاجرينو د ستونزو په باب خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د هغوى د همکاريو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د پاکستان سفیر او د ترکیې شارژدافیر د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې په برخه کې خپله همکاري څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې په یادو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په حل کې به له قانوني لارو همکاري وکړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د تلې له ۲۶مې تر ۲۹مې د څلورو ورځو لپاره د کرنیزو محصولاتو نهه ویشتم نندارتون د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوی دی.

دیدار معین زراعت و مالداری با سفیر پاکستان و شارژدافیر ترکیه
۲۶ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در حاشیه بیست‌و نهمین نمایشگاه محصولات زراعتی در بادام باغ کابل با سفیر پاکستان و شاژدافیر ترکیه در افغانستان دیدار کرد.
در این دیدار معین زراعت و مالداری هدف از برگزاری نمایشگاه را بازاریابی برای محصولات زراعت و فراهم کردن زمینه فروش محصولات زراعتی کشور بیان کرده و از سفیر پاکستان خواست که در فصلی که سبزیجات و میوه جات افغانستان به حاصل می‌رسد مشکلاتی که در بنادر ایجاد می‌گردد را حل نمایند تا زمینه صادرات محصولات زراعتی افغانستان به کشور پاکستان فراهم گردد.
 همچنان مولوی صدر اعظم عثمانی در این دیدار در مورد مشکلات مهاجران افغان مقیم کشور ترکیه و پاکستان با سفیر و شارزدافیر کشور ترکیه در افغانستان صحبت کرده و خواستار همکاری شان در آن بخش شد.
در همین حال سفیر کشور پاکستان و شارژدافیر کشور ترکیه همکاری شان را جهت بازاریابی محصولات زراعتی بیان کرده و اطمینان دادند که از مجراهای قانونی در حل مشکلات مهاجرین افغانستان مقیم آن کشورها همکاری می نمایند.
بیست و نهمین نمایشگاه محصولات زراعتی از سوی وزارت زراعت برای چهار روز از ۲۶ الی ۲۹ میزان در بادام باغ کابل برگزر می شود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS