میدان وردګو کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
Wed, Oct 18 2023 10:18 AM
میدان وردګو کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې

د میدان وردګو په ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو د تخنیکي پلاوی په دې ولایت کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د میدان وردګو ولایت د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غړو د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس او تخنیکي کمېټې مشر مولوی عبدالجبار خالد په مشرۍ د یوې غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې، د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس او تخنیکي کمېټې مشر مولوی عبدالجبار خالد ترڅنګ د میدان وردګو ولایت دکاراو ټولنیزو چارو رییس مولوی عبدالغفورحیدري، د عدلیې رییس مولوی مطیع الله الحق عثمان، دفرمانو او حکمونو د تعقیب او نظارت رییس مفتې محمد نظیم غزالي، دکور او ښارجوړولو رییس مولوی عبدالقیوم سیف العمر، د ارشاد حج او اوقافو ريئس مولوی نصرت الله صلاح الدین، دامنیې قوماندانۍ مرستیال مولوی الله نورناصح، د کدسترسروې عمومي مدیر دواجان مجاهد، د امارتي قضایاوو آمر مولوی رازمحمد حلیم، مستوفي مولوی عبدالا احد ذالفقار او یوشمېر کارکوونکو شتون درلود.
ددې غونډې په ترڅ کې د مرکزي کمېسیون څخه راغلې د میدان وردګو ولایت د وردګ پوهنتون  او تصرف شوي ځمکې دقیق اندازې په  هکله  د تخنیکې پلاوي څخه د امارت د قضایاوو آمر، د کور او ښارجوړولو رییس، د حج او اوقافو رییس، د ځمکو چارو ادارې او د کور اوښار جوړولو د ریاست دوه دوه تنه مسلکې غړي و ګمارل شول، چې د مکتوب د متن مطابق اجراآت تر سره کړي. 
دغه راز په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د نرخ ولسوالی د ده چین زائې د موازې ۱۲۰۱.۹۸ جریبه او د ده خرقې ۸۶۶.۹۹۳۶ جریبه سیمو باندې د تخنیکې پلاوی راپور ترتیب او دنهائې تصمیم په  خاطر مرکزي کمېسیون ته ولیږل شي.
په همدې حال کې د مرکز او حصه اول بهسود ولسوالیو  ته دتللې پلاوی راپور هم غونډې ته وړاندې شو.
 همداراز په دې غونډه کې د یوشمېر اشخاصو دوسیې وڅېړل شول او د وروستي پرېکړې په پار اړوندو کسانو ته وسپارل شول.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS