د خوست علیشېر کې پر ۱۰۰ بزګرانو د اصلاح شویو غنمو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شو
٢۵ تله ۱۴۰۲ه.ش
۲ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اې،ډي،اې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د علیشېر ولسوالی پر ۱۰۰ بېوزله بزګرانو د اصلاح شویو غنمو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوی دی.
ددې مرستې په لړ کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه دغنمو اصلاح شوي تخمونه، ۵۰ کیلوګرامه توره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکول کېږي.
د یادې مرستې موخه د بې وزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د غنمو حاصلاتو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.
