راستنېدونکو  وضعیت ته د رسېدنې پلاوي د تورخم په پوله د کډوالۍ نړیوالې ادارې له استازو سره وکتل

mail-admin
Tue, Oct 17 2023 9:39 AM
راستنېدونکو  وضعیت ته د رسېدنې پلاوي د تورخم په پوله د کډوالۍ نړیوالې ادارې له استازو سره وکتل

٢۴ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
له پاکستان څخه د اجباري ایستل شویو راستنېدونکو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې پلاوي د تورخم په پوله د کډوالۍ نړیوالې ادارې له استازو سره وکتل.
د کډوالو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د اجباري راستنېدونکو کډوالو د عمومي وضعیت ته د رسېدنې کمېسیون د کرنې وزارت د مرستیال مولوي فضل الباري فضلي، دکلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال مفتي سید احمد مستقیم، د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر محمد حسین غیاثي او د سرې میاشتې ټولنې استازی صالح محمد اخندزاده ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د تورخم په پوله د کډوالۍ نړیوالې ادارې له استازو سره په کتنه کې د اجباري راستنېدونکو کډوالو د ستونزو حلولو او د ستونزو د هوارو د لړۍ پر چټکتیا خبرې وکړې.
په دې کتنه کې مولوي عبدالرحمن راشد ننګرهار ولايت ته د خپل سفر د موخې په هکله خبرې وکړې او ويې ويل: «له بده مرغه زموږ ګاونډي هېوادونه ايران او پاکستان د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د اصولو او قوانينو او د کډوالۍ د تګلارې خلاف په جبري توګه مهاجرين اخراجوي.»
ښاغلي راشد د تورخم او سپین بولدک پر پوله د راستنېدونکو د زیاتوالي او د هغوی د جدي ستونزو یادونه وکړه او کډوالو لپاره یې د خدماتو د وړاندې کولو د بهیر د چټکتیا غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې د همغږۍ دفتر مشر نیکولاس د تورخم او سپین بولدک په پوله کې د دغه دفتر د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او د مرستو د دوام ژمنه یې وکړه.
په پای کې دواړو خواوو د فعاليتونو د همغږۍ په اړه خبرې وکړې او له ټولو کډوالو سره د ښه او مساوي چلند په موخه ژمنه وکړه.

دیدار هیئت رسیدگی به وضعیت عودت کننده‌گان با نماینده‌گان دفتر سازمان بین المللی مهاجرت در مرز تورخم 
۲۴ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
هیئت رسیده‌گی به وضعیت عمومی بازگشت کننده گاه اخراج اجباری از کشور پاکستان با نماینده‌گان دفتر سازمان بین الملی مهاجرت در مرز تورخم دیدار کردند.
کمیسیون رسیدگی به وضعیت عمومی عودت کننده‌گان اخراجی اجباری تحت ریاست مولوی عبدالرحمن راشد معین مسلکی وزارت امور مهاجرین با حضور مولوی فضل‌الباری فضلی معین وزارت زراعت، مفتی سید احمد مستقیم معین وزارت انکشاف دهات، دوکتور محمد حسین غیاثی معین صحت عامه و صالح محمد آخند‌زاده نماینده جمعیت هلال احمر افغانی در جریان سفر شان به ولایت ننگرهار در مرز تورخم با نمایندگان سازمان بین‌المللی مهاجرت، پیرامون حل مشکلات مهاجرین اخراجی و تسریع روند در مرز تورخم دیدار و صحبت نمودند.
در این نشست مولوی عبدالرحمن راشد روی هدف سفر به ولایت ننگرهار صحبت نموده گفت: "متاسفانه کشورهای همسایه ما ایران و پاکستان خلاف اصول و قوانین سازمان ملل متحد در امور مهاجرین، خلاف پالیسی مهاجرت، مهاجرین را اجبارآ اخراج می‌نمایند".
آقای راشد از میزان افزایش عودت‌کننده‌گان و مشکلات جدی آنان در مرز تورخم و اسپین‌بولدک يادآوري کرده  خواستار تسریع روند اراییه خدمات برای مهاجرین شد. 
 در همین حال نیکولاس مسوول هماهنگی دفتر سازمان بین المللی مهاجرت در امور مهاجرین در سطح افغانستان در روی فعالیت‌های دفتر در مرز تورخم و اسپین‌بولدک معلومات ارائه نموده و از ادامه کمک‌ها تعهد سپرد.
در اخیر طرفین روی هماهنگی بیشتر فعالیت‌ها صحبت نموده و تعهدات خویش را در امر رسیدگی بهتر و یک‌سان برای تمام مهاجرین سپردند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS