د کرنې په وزارت کې له کورنیو تولیداتو څخه د استفادې د لومړیتوب په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
Mon, Oct 16 2023 2:06 PM
د کرنې په وزارت کې له کورنیو تولیداتو څخه د استفادې د لومړیتوب په موخه غونډه دائره شوه

٢۴ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ د کورنیو چارو، عدلیې او کرنې وزارتونو او استخباراتو د رئیسانو او سلاکارانو په حضور کې د افغانستان له کرنیزو، مېوو او مالدارۍ محصولاتو څخه د استفادې د کړن لارې د جوړولو په موخه مشورتي غونډه دائره شوه.
دغه غونډه د امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښونې په اساس جوړه شوې وه، ترڅو د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د استفادې د څرنګوالي په موخه یوه کړنلاره جوړه شي، چې پر اساس یې دفاعي او امنیتي ځواکونه په خپلو خوراکي توکو کې ترې استفاده وکړي.
په دې غونډه کې د حاضرو مسوولینو له خوا د مېوې، غلې دانې، لبنیاتو د اندازې او همدارنګه د وارداتو، صادراتو او د خوراکي توکو د اړتیاوو په اړه معلومات ورکړل شول.
همدا راز د غونډې د غړو تر منځ له بحث او نظرونو تر تبادلې وروسته په امارتي دفترونو کې د کورنیو تولیداتو د کارونې د لومړیتوبونو په اړه د طرزالعمل د چمتو کولو په موخه یوه کمیټه وټاکل شوه.

جلسه‌ای به منظور اولویت‌دهی استفاده از محصولات داخلی، در وزارت زراعت برگزار شد
۲۴ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
نشست مشورتی جهت تهیه طرزالعمل استفاده از محصولات زراعتی، میوه‌ای و مالداری افغانستان به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با حضور روساء و مشاوران وزارت‌های امور داخله، عدلیه، استخبارات و وزارت زراعت دایر شد.
این نشست بر اساس هدایت امیرالمومنین حفظه ‌الله دایر شده تا طرزالعملی در جهت چگونگی استفاده از محصولات زراعتی و مالداری ترتیب گردد که بر اساس آن نیروهای دفاعی و امنیتی در مینوی غذایی شان از آن استفاه نمایند.
در این جلسه در مورد مقدار تولیدات میوه، غله، لبنیات و همچنان واردات، صادرات و نیازمندی‌های مواد خوراکی از سوی مسوولان حاضر معلومات ارائه گردید.
همچنان پس از بحث و تبادل نظر میان اعضای جلسه  کمیته‌ای جهت تهیه طرزالعمل اولویت‌دهی در استفاده از محصولات داخلی در ادارات امارتی موظف گردید.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS