کابل کې د مرکزي زون د ۷ ولایتونو د ځمکو چارو کارکوونکو ته د پوهاوي سیمینار پیل شو

mail-admin
Sun, Oct 15 2023 3:11 PM
کابل کې د مرکزي زون د ۷ ولایتونو د ځمکو چارو کارکوونکو ته د پوهاوي سیمینار پیل شو

٢۳ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۳۰ ربیع‌الاول۱۴۴۵ ه‍.ق
د مرکزي زون په ۷ ولایتونو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو ادارې کارکوونکو ته د پوهاوي سیمینار د ځمکو چارو ادارې لوی رییس مولوي عبدالرحمن رحماني او د کدسټر رییس مولوي عبدالواحد احدي په شتون کې پیل شو.
په دې پروګرام کې د کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر، میدان وردګ، بامیان او لوګر ولایتونو د ځمکو چارې کارکوونکي ګډون لري او د درې ورځو په ترڅ کې به د کادسټر سروې، د ځمکوالۍ د معلوماتو سیسټم، د ځمکې بانک، د ملکیت د حقوقو د تصفیې او تثبیت، استملاک او د ځمکې تبادلې په برخه کې د کارپوهانو له خوا روزل کېږي.
د دغه پروګرام په پیل کې د کرنې وزارت د ځمکوچارو ادارې لوی رییس مولوي عبدالرحمن رحماني د یادې موضوع په اهمیت خبرې وکړې او حاضرو کارکوونکو ته یې وویل، چې له دې فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي او د خلکو د خدمت لپاره یې وکاروي. 
ورپسې د کدسټر رییس مولوي عبدالواحد احدي د اخلاص، صداقت او ايماندارۍ په هکله خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې د روزنیزې برنامې له پاى ته رسيدو وروسته بايد له دغو روزنيزو زده کړو څخه په عملي ډګر کې ګټه پورته کړي او هلې ځلې دې وکړي، چې په دې برخه کې د خلکو ستونزې هوارې شي.

سمینار آگاهی‌دهی برای کارمندان اراضی ۷ ولایت زون مرکزی در کابل آغاز گردید
۲۴ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
سمینار آگاهی‌دهی برای کارمندان بخش اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در  ۷ ولایت زون مرکزی و با اشتراک مولوی عبدالرحمان رحمانی رئیس عمومی اداره اراضی و مولوی عبدالواحد احدی رئیس عمومی کدستر آغاز گردید.
در این برنامه کارمندان اراضی ولایت‌های کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر، میدان وردک، بامیان و لوگر اشتراک دارند و برای شان در جریان ۳ روز در مورد سروی کدستر، سیستم معلومات زمین‌داری، بانک زمین، تصفیه و تثبیت حق مالکیت، استملاک و انتقال و تبادله زمین از طرف متتخصصین این بخش آموزش داده می‌شود.
در آغاز افتتاح این برنامه مولوی عبدالرحمن رحمانی رئیس عمومی اداره اراضی وزارت زراعت پیرامون اهمیت موضوع صحبت نموده به کارمندان حاضر گفت که از این فرصت استفاده بهتر نمایند و از آن در امر خدمت گذاری به مردم و مسوولیت‌های وظیفوی شان کار گیرند.
بعد از آن مولوی عبدالواحد احدی رئیس کدستر در مورد اخلاص، صداقت، ایمان‌داری به ایراد سخن پرداخت و تاکید کرد که پس از تکمیل دوه آموزشی از این آموزش‌ها در ساحه عمل استفاده نمایند و تلاش کنند تا مشکلات مردم در بخش‌های مربوطه مرفوع گردد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS