د افغانستان او ایران د پانګونې د فرصتونو په غونډه کې د کرنې وزیر ګډون

mail-admin
Thu, Oct 12 2023 11:53 AM
د افغانستان او ایران د پانګونې د فرصتونو په غونډه کې د کرنې وزیر ګډون

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د افغانستان او ایران ترمنځ د پانګونې د فرصتونو او د کرنیزو محصولاتو په نندارتون کې چې د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.
د ایران او افغانستان ترمنځ د پانګونې د فرصتونو او د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او کورنیو تولیداتو نندارتون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي، د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي کاظمي قُمي، د ایران د خراسان رضوي والي انجینر یعقوب علي نظري، د افغانستان د ریل پټلۍ رییس مولوي بخت الرحمن شرافت، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند، د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی، د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر محمود سیادت او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خونې مرستیال اختر محمد احمدي په شتون کې د کابل په انټرکانټنینټل هوټل کې دائره شوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه  کې د ایران او افغانستان پلاوي د کرنیزو محصولاتو، مالدارۍ، بڼوالۍ، د خوراکي توکو، جامو، سون توکو د تبادلې او سوداګرۍ د ښه والي او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د سوداګرۍ د پراختیا په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر محور خبرې وکړې او په یادو برخو کې د پانګونې او همکارۍ د پراختیا ژمنه وکړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي او پراختیا، د بزګرانو او کرنیزو متخصصینو د روزنې، پانګونې او د ایران او افغانستان د پانګوالو د ګډ کار په اړه خبرې وکړې او د ایران له حکومت او ایراني پانګوالو څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د ا.ا.ا چمتو دی، چې په دې برخه کې د کار کولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي عمري د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډو عواملو له مخې پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ: "د ځمکې د کرې هر کونج بېلابېلي مثبت او منفي اړخونه لري، خلک کولی شي په دوه اړخیزو همکاریو سره منفي اړخونه په مثبتو اړخونو بدل کړي او خپلې اړتیاوې پوره کړي، د اسلام په سپیڅلي دین کې خدای «ج» فرمایلي دي چې خلک باید یو له بل سره همکاري او مرسته وکړي. د ایران او افغانستان خلک دوه بدنونه او یو روح دي، ځکه چې دواړه مسلمانان دي او په یوه ژبه خبرې کوي، مسلمانان په اصل کې یو معنوي او دیني اړیکه لري، چې تر بل هر څه مهم دي، په ټولو برخو کې همکاري اړینه ده. ایران د کرنې په برخه کې ښه او لوړ ظرفیت لري، موږ له تاسو غوښتنه کوو چې له موږ سره همکاري وکړئ.»
ښاغلي عمري همداراز ایراني سوداګرو او پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې راشي او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونه او کار وکړي، کرنې وزارت به دوی ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي او هېڅ ستونزه به د دوی د کار مخه ونه نیسي او پانګه به یې خوندي وي.
په ورته وخت کې د دې ناستې ګډونوالو د افغانستان او ایران ترمنځ د پانګونې له فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه خبرې وکړې او د ایراني او افغاني محصولاتو د سوداګرۍ او لېږد را لېږد د اسانتیا لپاره یې خپل چمتووالی اعلان کړل. د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی ښاغلي کاظمي قمي، په خپلو خبرو کې د د بین الوزارتي کمېټو د جوړولو، په سرحدونو کې د اسانتیا راوستلو، د ګمرکي تعرفو د کمولو، په پولو کې د ګډو ازادو زونونو د رامنځته کولو او په بانکونو کې د پیسو په اسانۍ سره د تبادلې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې دا چارې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ وضعیت ښه کوي.
د غونډې په پای کې د افغانستان او ایران د دولتي پلاوي ترمنځ د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ د ګټې اخیستنې قرارداد لاسلیک او غونډه د ډالیو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد.
د يادونې وړ ده، چې د دې غونډې په څنډه کې د کرنيزو محصولاتو يو نندارتون هم په لاره اچول شوې وه، چې پکې افغاني غالۍ، انګور، کچالو، مڼې، انار، وچه مېوه، زمرد او لاجورد نندارې ته اېښودل شوي وو.


اشتراک وزیر زراعت در نشست فرصت‌های سرمایه گذاری افغانستان و ایران 
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در نشست فرصت‌های سرمایه گذاری میان افغانستان و ایران و نمایشگاه محصولات زراعتی که در هوتل انترکانتیننتل کابل برگزار شده بود اشتراک کرد.
نشست فرصت‌های سرمایه گذاری ایران و افغانستان و نمایشگاه محصولات زراعتی و تولیدات داخلی افغانستان در هوتل انترکانتنینتل کابل با حضور مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، نورالدین عزیزی وزیر تجارت و صنعت، کاظمی قُمی نماینده خاص ایران در امور افغانستان، مهندس یعقوب علی نظری استاندار ایالت خراسان رضوی ایران، مولوی بخت‌ الرحمن شرافت رئیس خط آهن افغانستان، یونس مومند معاون اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری، خان‌جان الکوزی معاون اتاق تجارت و صنایع، محمود سیادت رئیس اتاق مشترک بازرگانی افغانستان و ایران و اختر محمد احمدی معاون اتاق زراعت و مالداری افغانستان برگزار شد.
در این نشست هیئت ایران و افغانستان روی محور همکاری‌های دو جانبه در بخش‌های بهبود زمینه‌های تبادله و تجارت محصولات زراعتی، مالداری، باغداری، انکشاف تجارت نیازمندی‌های خوراکی، پوشاکی، مواد سوخت و سرمایه گذاری زراعتی و مالداری صحبت کرده و بر گسترش همکاری ها در این بخش تعهد کردند.
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری روی افزایش و انکشاف صادرات محصولات زراعتی و مالداری، آموزش دهقانان و متخصصان زراعت، سرمایه‌گذاری و کار مشترک سرمایه‌داران ایران و افغانستان صحبت نموده از دولت ایران و سرمایه‌داران ایرانی خواست که در افغانستان سرمایه گذاری نمایند  که ا.ا.ا آماده‌است سهولت‌های لازم را برای کار در این زمینه‌ها مساعد کند.
آقای عمری تاکید بر همکاری مشترک مطابق به وجوح مشترک میان افغانستان و ایران کرده افزود:" هر گوشه‌ای از کره زمین دارای جوانب مختلف مثبت و منفی می‌باشد، مردم می‌توانند با همکاری متقابل جوانب منفی را به مثبت تبدیل نموده و نیازمندی‌های خویش را تامین کنند، در دین مقدس اسلام؛ الله"ج" فرموده‌است که مردم با همدیگر مراوده و همکاری داشته باشند، مردم ایران و افغانستان دو پیکر و یک روح اند، چون هر دو مسلمان و هم زبان‌ می‌باشند، مسلمان‌ها در اصل پیوند معنوی و دینی دارند که نسبت به هر چیز دیگر اهمیت دارد، ضرورت است که در همه بخش‌ها همکاری داشته باشیم، ایران ظرفیت خوب و دست بالای در زراعت دارد، از شما تقاضاء داریم که ما را همکاری کنید".
آقای عمری  همچنان از تاجران و سرمایه‌داران ایرانی نیز دعوت کرد تا بیایند در بخش زراعت و مالداری سرمایه‌گذاری و کار کنند، وزارت زراعت همه سهولت‌ها را برای شان فراهم می‌کند و هیچ مشکلی هم مانع کار آن‌ها نمی‌تواند شود و سرمایه‌ شان مصوون می‌ماند.
در همین حال حاضرین در این نشست  پیرامون استفاده از فرصت‌های سرمایه گذاری میان افغانستان و ایران صحبت نموده و از آمادگی شان برای آوردن سهولت‌ها در تجارت و حمل و نقل محصولات ایران و افغانستان خبر دادند.
آقای کاظمی قمی نماینده خاص ایران در امور افغانستان در صحبت‌هایش از ایجاد کمیته‌های بین‌الوزراتی، آوردن سهولت در مرزها، کاهش تعرفه گمرکی، ایجاد مناطق آزاد مشترک در مرز، تبادله پول در بانک‌ها بصورت سهل سخن گفت که می‌تواند وضعیت کار تجارت دو کشور را بهبود بخشد.
در اخیر مجلس سند بهره‌برداری خط آهن خوف هرات بین هیئت دولت افغانستان و ایران امضاء و  با اهدای تحایف مجلس خاتمه یافت.
قابل ذکر است که در حاشیه این نشست نمایشگاه تولیدات و محصولاتی زراعتی نیز راه‌اندازی شده بود که قالین افغانستان، انگور، کچالو، سیب، انار، میوه‌های خشک، زمرد و لاجورد به نمایش گذاشته شده بود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS