د پکتیا جاني خېلو کې د سربند جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
Thu, Oct 12 2023 11:45 AM
د پکتیا جاني خېلو کې د سربند جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیا ولایت جاني خېلو ولسوالی اړوند اورګوړه  په سیمه کې یو باب سر بند چې تخنیکي سروې یې پخوا تر سره شوې وه عملي چارې یې د یو شمېر لوړ پوړو پلاوو په حضور کې چې په ترکیب کې یې د پکتیا ولایت مقام مرستیال مولوي انعام الله صلاح الدین، دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید، دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس هجرت الله، د طبیعي سرچینو امریت څخه د نوي ټکنالوجۍ او اوبو لګولو مدیر ظاهرجان، دکرنې وزرات څخه راغلي پلاوی شفیع الله هوشمند په شتون کې پرانیستل شو.
یاد سربند چې دسیمې دولسونو د پرلپسې غوښتنوپه اساس یې د رغلو چارې پیل شوي دي د خلکو ډېری ستونزې به روسره حل شي.
 یاد سربند  د موسمي بارنونو په اساس د سېلابونو دراتو،  له امله تخربیده  په زیاته اندازه کرنیزې ځمکې به یې  ویجاړولې اوکلیوالي خلکو  به د حشر په ډول بېرته ورغول شي، ددې سربند د رغونې له امله ددې سیمې د خلکو ستونزې هوارېږي، چې دوی د سختو ستونزو سره لاس او ګریوان و خو اوس خوشبختانه خوښ دي چې ا.ا.ا  نظام یې ستونزه  واوریده او دحل لاره یې ورته ومونده.
په دې غونډه کې د پکتیا ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالداري رییس دنوموړي سربند د ارز ښت په اړه هر اړځیزې خبرې وکړې ولسونو ته یې ډاډ ورکړ چې د ولسونو غوښتنو ته يې پام دی، په یاده برخه کې به د دوی غوښتنې او ستنوزې تر وزارت پورې رسوي دا او دې ورته پروژې به ټولو هغه سیمو ته رسوي، چې د دولتي خدماتو څخه بې برخې او دا لړۍ به ټولو ولسولیو ته غځوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS