د ننګرهار کرنې ریاست: د ننګرهار والي د کرنې ریاست د بڼوالۍ پراختیایي او څېړنیز مرکز څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Thu, Oct 12 2023 10:47 AM
د ننګرهار کرنې ریاست: د ننګرهار والي د کرنې ریاست د بڼوالۍ پراختیایي او څېړنیز مرکز څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعیم اخند چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد یې ملتیا کوله د ننګرهار څېړنیز فارم له نږدې وکتل او مسولینو ته یې د فارم د بهبود او کارونو د ښه اجرآ په موخه لازمې سپارښتنې وکړي.
 دننګرهار والي وویل د یاد څېړنیز فارم ارزښت ته په کتو  ددې فارم پیاوړتیا لپاره به ځانګړې پاملرنه کوي. 
دغه راز  د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد له لورې په څېړنیز فارم کې شته ستونزې، ننګونې او فرصتونه په نښه او له والي سره شریکې شوې.
په ورته وخت کې، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند له لورې ورته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د ننګرهار څېړنیز فارم چې په ۵۰ جریبه ځمکه جوړ شوي ۷ ملي کلکسیونونه او ۸ ننداریز بڼونه لري؛ چې په هر کلکسیون کې په لسګونه ډوله د مېوو کورني او بهرني بوتي شتون لري، چې د ختیځ زون په کچه بڼوالو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS