د ننګرهار کانال شرکت: د ننګرهار والي په مشرۍ د جاپان سفیر او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې عمومي رییس او مرستیالې سره د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
Tue, Oct 10 2023 10:22 AM
د ننګرهار کانال شرکت: د ننګرهار والي په مشرۍ د جاپان سفیر او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې عمومي رییس او مرستیالې سره د همغږۍ غونډه دائره شوه

۱۸ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند په مشرۍ چې په کې د ولايت مقام دفتر رییس، کانال شرکت رییس، بهرنيو چارو، کرنې، سينديزې حوزې، اقتصاد، پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارو رییسانو او نورو مسئولينو حضور درلو، په افغانستان کې د جاپان سفير تاکاشي اوکادا، د اف ای او ادارې عمومي مرستيالې اليزابت ان بيکډول او همکارانو يې په دې ولايت کې د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، او اوبو مديريت په برخه کې د دومداره مرستو تر سره کولو د همغږۍ غونډه دائره کړه.
په دې غونډه کې، د ننګرهار والي د جاپان سفير او اف ای او ادارې عمومي مرستيالې څخه مننه وکړه، چې افغانانو سره د کرنې ، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخه کې يې ډېرې مرستې کړي چې مونږ ورته د قدر په سترګه ګورو . 
 په ورته وخت کې د ملکي ادارو د ریيسانو په استازولۍ د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظيم خبرې وکړې او ددغو ادارو د مسوولينو يو شمېر وړانديزونه، چې په کې دویته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړې ترڅنګ د کرنې، مالدارۍ او اوبو په برخه کې، د سپين غر په لمن کې د اوبو بندونو جوړېدو، د کرنې ميکانيزه کولو، د تخمونو او سرو مرستو زياتولو، کرنیزو وسایلو، بڼوالۍ، کرنيزو توکو ته د بازار موندنې او نور موضوعات شامل و شرېک کړل.
د اف ای او ادارې عمومي مرستيالې اليزابت ان بيکډول وويل، چې سږکال به د ننګرهار په شمول په ټولو ولايتونو کې د درې سوه ميليونه امريکايي ډالرو په مالي لګښت نهه ميليونه بزګرانو سره د اصلاح شويو تخمونو، کيمياوي سرې، کرنيزو وسايلو، د اوبو مدیريت او په اړونده نورو برخو کې مرستې وکړي. نوموړې وويل، چې افغانستان يو کرنيز هېواد دی، دوی په دې برخه کې ډېرې پروژې روانې کړي او د کرنيز سکتور پراختيا په موخه د اوبو مديريت لپاره کار کوي.
دې د جاپان له سفير مننه او د ناکامورا د خدمتونو ستاينه وکړه، چې په دې ولايت کې يې د اوبو مديريت په برخه کې ډېر خدمت کړی او د مرواريد په څېر ګټور کانال يې جوړ کړی، همدا راز يې ډاډ وښوده چې ډېر ژر به په دې ولايت کې يو بل کانال هم جوړ کړي.
مېرمن اليزابت وويل، چې د ننګرهار په شمول به په پنځو ولايتونو کې بزګرانو سره له نږدې وګوري، چې د دوی ستونزې او غوښتنې به واوري او له مخې به يې خپل خدمات او مرستې لا ښې کړي.
د دوست هېواد جاپان سفير په خپلو خبرو کې د ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې په اړينو برخو کې به ورسره مرسته وکړي.
نوموړي وويل، چې افغانستان څلويښت کالونه جګړو ځپلی او اوسمهال ډير ښه فرصت دی، چې ټول افغانان سره په يووالي خپل هېواد ته کار وکړي.
هغه زياته کړه، چې د ډاکتر ناکامورا پاتې چارې به بشپړې کړي او ډاډ يې وښوده، چې د افغانانو په پښو درولو په پار به خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکړي همدا راز يې له ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې په دې ولايت کې ټولو بهرنيو مرستندويه ادارو سره همغږي او همکاري لري.
د دې ليدنې پرمهال په افغانستان کې د اف ای او ادارې عمومي رییس ريچارډ ټرينچارډ، د يادې ادار امنيتي مسئول ډارکو، د بېړنو پروژو مسئول کاوستوب، د دې ادارې د بېړنيو مرستو مسئولې جانا سيريمينا، د جاپان سفارت مسئولينو او نورو چارواکو هم حضور درلود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS