د اجباري راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدني او لنډمهاله کمپونو جوړولو کمېسیون کندهار ته سفر وکړ

mail-admin
Mon, Oct 09 2023 10:32 AM
د اجباري راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدني او لنډمهاله کمپونو جوړولو کمېسیون کندهار ته سفر وکړ

۱۷ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د رییسس الوزراء الحاج ملامحمد حسن آخند په ځانګړي حکم د اجباري راستنېدونکو مهاجرینو ستونزو ته د رسېدني او لنډمهاله کمپونو جوړولو کمېسیون، غړو د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په شتون کې کندهار ته د سفر په ترڅ کې د کندهار سرپرست والي حاجي ملاصاحب سره په داسې حال کې وکتل، چې د کندهار امنیه قومندان مولوي حزب‌الله سمیع‌الله، د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي ولي‌جان بادام او د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمود مظلوم هم شتون درلود.
یاد کمېسیون د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي او  د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ په داسې حال کې کندهار ولایت ته سفر وکړ، چې د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي فضل‌الباري فضلي، د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت مرستیال مولوي سیداحمد مستقیم، د عامي روغتیا وزارت مرستیال دوکتور محمد حسن غیاثي، پيښو ته د رسېدو په چارو کي د دولت وزارت استازی مولوي احمدشاه ذهین او د افغاني سرې میاشتي ټولني استازی ملا صالح محمد آخندزاده، چې ددغه کمېسیون غړي دي هم حضور دلود. د لیدني په پيل کي د کمېسیون مشر او د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد وویل: «تېرو څو لسیزو ناخوالو کي کوم افغان وګړي، چي ګاونډیو هیوادونو ته کډوال سوي؛ خو اوس د ایران او پاکستان هیوادونو څخه په اجباري ډول هیواد ته د ستنېدو په پار اخراجیږي، چي په همدې موخه یادو ستونزو ته په بېړنۍ توګه د رسېدني او د اوسېدو د ځایونو د تنظیم او ترتیب په موخه کمېسیون ټاکل سوی او یاد ګډ کمېسیون ته دنده سپارل سوې، ترڅو د تورخم، سپين بولدک، اسلام قلعه او د نورو سرحدي پولو څخه راستنېدونکو کډوالو ستونزي د حل په موخه وپلټي، د اوسېدو لپاره یې لنډمهاله ځایونه تثبیت، ترتیب، تنظیم او د ژوند کولو لومړنۍ اړتیاوي ورته برابري کړي.
د نوموړي په خبره؛ دوی لومړی تورخم ته سفر وکړ او هلته یې ټولي اړتیاوي له نژدې وکتلې او اوس یې کندهار ته په دې موخه سفر کړی، ترڅو سپين بولدک ولسوالۍ ته ولاړ سي او هلته د کډالو د راستنېدو په برخه کي ټولي اړتیاوي پوره کړي او هم به د یوه لنډمهاله کمپ لپاره ځای انتخاب کړي، چي دغه ټول موارد به په ژر تر ژره د ریاست الوزراء محترم مقام سره شریک کړي او د هغوی له لوري به د اجراآتو په موخه اړین ګامونه واخیستل سي. هغه په خپلو خبرو کي د کندهار د سرپرست والي او دلته د یوشمېر اړوندو ادارو همکاري اړینه وبلله او غوښتنه یې وکړه، چي ورسره بشپړه همکاري وکړي.
ورپسې د کندها سرپست والي دوی ټولو ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې وکړه، چي دداسې مهم کار لپاره یې کندهار ته سفر کړی او له خپله اړخه یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او هم یې ژمنه ورکړه، چي ټولې اړوندې ادارې به ستاسي له کمېسیون سره بشپړه همکاري او همږغي ساتي. د کندهار سرپرست ددغه کمېسیون څخه وغوښتل، ترڅو لنډمهاله کمپ د ډېرو کډوالو کورنیو لپاره جوړ کړي او هم ورته د ژوند کولو ټولي اړتیاوې برابرې کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS