ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی کړنې

mail-admin
Mon, Oct 09 2023 10:28 AM
ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی کړنې

۱۷ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي. 
ددغو هلو ځلو په دوام د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د ننګرهار د کوز کونړ ګمبېري سیمه له نږدې وکتل؛  چې پدې لیدنه کې د ننګرهار ولایت دغصب مخنیوی تخنیکي پلاوي  رییس مولوي عبدالستار محمد سربېره د عدلیي رییس،  د فرمانونو او حکمونو د تطبیق رییس، د امنیه قومندانۍ مرستیال، د کار او ټولنیزو چارو رییس، قضایایې امارت امر او کدستر مسوول حضور درلود.
 د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس مولوي  عبدالستار محمد په مشرۍ دغصب مخنیوی  تخنیکي پلاوي د ګمبېري او د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي د تخنیکي او مسلکي کسانو په مرسته د نقشو له مخي د ګمبیري دښتې  حدود، نوعیت، کروکي، سکیج، او حد فاصل معلوم او د «جي.پي.تس» نقطې واخیستل شوې، چې  مساحت یې دقیق  معلوم او  وروسته پري تصمیم ونیول شي.
همدارنګه دګمبیرې په سیمه کې مېشتو خلکو ته استعلامونه ورکړل شو  او له دوی څخه د اسنادو غوښتنه وشوه.
باید وویل شي، چې د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS