د ننګرهار بټي کوټ کې ۱۰۰ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د دې ولایت د بټي کوت ولسوالی په امبارخانې او چهاردهي کلیو کې «د افغانستان دوامداره پرمختیایي څېړنې مؤسسې» په همکارۍ ۱۰۰ تنو هغه مېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په خبره هرې ګټي اخیستونکې ته ۱۵قطعې کورني چرګان،۱۰۰ کیلو د چرګانو دانه، آبخورې، دانه خوري او څلور ډوله درمل وړکړل شوي دي
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې د چرګانو د ورکړي موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه هم برابره شي؛ ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو، ناروغیو مخنیوي د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.
