لغمان کې د عشر او زکات راټولولو په پار عامه پوهاوی پیل شو

mail-admin
Sun, Oct 08 2023 11:11 AM
لغمان کې د عشر او زکات راټولولو په پار عامه پوهاوی پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
دلغمان کرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په لارښوونه دعشراوزکات مسؤلینو علیشنګ ولسوالی ته سفر وکړ، چې په ترڅ کې یې ددې ولسوالی اړوند دیره میاصاحب، کوټالۍ، ګرګړ،ت رنګ او شمرام کلیو له قومي مشرانو سره د عشر او زکات د راټولولو په پار جلا جلا ناستې ترسره کړې.
په دغو ناستو کې، چې په نوموړو کلیو کې له قومي مشرانو سره ترسره شوې دعشراوزکات راټولولو امر قاري ذبیح الله هشام له خوا د عشر اوزکات د راټولولو په هکله د امیرالمؤمنین حفظه الله ځانګړی حکم محتوا  قومي مشرانو ته بیان شو. همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې عشراو زکات ورکول یو الهي امر یاد کړ زیاته یې کړه چې ددې الهي امر په ترسره کولو کې باید ټول مسلمانان خپله غاړه خلاصه کړي او په دې اړه یې د اسلامي شریعت په رڼا کې ارزښت لرونکې خبرې وکړي.
 همداراز هغه قومي مشرانو ته وویل هغه کسان چې خپلو ځمکو له حاصلاتو څخه اسلامي امارت ته عشر ورکړي له دوی سره به د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست له خوا په راتلونکي کې د مؤسساتو له طریقه د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته کېږي.
 په همدې حال کې قومي مشرانو د عشراوزکات راټولو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د خپلو ځمکو د حاصلاتو عشر به د تېر په څېر ورکوي او هم یې دعشر دراټولولو په برخه کې دوی ته دهرډول همکاریو ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS