د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خدماتو د پروژې دفتر  له عمومي رییس سره وکتل

mail-admin
Sat, Oct 07 2023 10:36 AM
د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خدماتو د پروژې دفتر  له عمومي رییس سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خدماتو د پروژې دفتر (یو،ان،او،پي، اس) له عمومي رییس نیکولاس جورج او د دې ادارې له یو شمېر مسوولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري وویل: «کرنه د بشر د خوراکي توکو برابرونکي ده، له شک پرته د افغانستان کرنه به هم د نړۍ د خلکو لپاره د خوراکي توکو د تولید یوه ښه سرچینه وي.»
مولوي عطاء الله عمري  د کوکچې سیند پر اهمیت خبرې وکړې، چې د بندونو او د اوبو لګولو د کانالونو جوړولو په پار مناسب ځآی دی او د غور ولایت د مرغاب سیند یادونه او د اوبولګولو په برخه کې يې مديريت مهم وباله.
د کرنې د وزیر په وینا، افغانستان د کرنې لپاره کافي اوبه او مناسبه خاوره لري، چې مناسب مدیریت ته اړتیا لري، ترڅوترې په اغېزناکه توګه ګټه پورته شي، هغ دغه راز د ننګرهار په ولایت کې د ډاکټر ناکومورا کړنې او فعالیتونه یاد کړل، چې دکرنې په برخه کې ډېرې اغزمنې تمام شوي دي. 
دغه راز په دې کتنه کې دکرنې وزير د پروژو په اداري برخه کې د پيسو په زيات لګښت نيوکه وکړه او ويې ويل:« موږ غواړو د پروژو په کار کې د شفافيت او اغيزمنتوب پر بنسټ پروژې پلي شي.»
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خدماتو د پروژې دفتر (یو،ان،او،پي، اس) عمومي رییس نیکولاس جورج په دې ناسته کې وویل: «د پروژو د تطبیق په برخه کې د کرنې وزارت سره په همغږۍ کې کار کول ډېر ښه دي او زموږ د راتګ موخه هم همدا ده، تر څو د کرنې وزارت له متخصصینو او زمو له کاري ټیم سره په ګډه، کارونه باید همغږي شي تر څو پروژې په سمه توګه پلي شي.
د ملګرو ملتونو د خدماتو د پروژې دفتر (یو،ان،او،پي، اس) د خلکو سره د ښه ژوند په رامینځته کولو او په هېوادونو کې د سولې او دوامداره پرمختګ ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
 (یو،ان،او،پي، اس)  له 1995 راهیسې په افغانستان کې د ملي بیارغونې او پراختیایي هڅو مالتړ کړی دی. (یو،ان،او،پي، اس)  په ټول هیواد کې د پایداره زېربناوو د جوړولو لپاره په موخه د حکومتونو، ملګرو ملتونو ادارو او نورو شریکانو سره کار کوي.

وزیر زراعت با رییس عمومی دفتر خدمات پروژه ملل متحد در افغانستان دیدار کرد
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به نیکولاس جیورج (Nikolas Jorge) رییس عمومی دفتر خدمات پروژه ملل متحد (UNOPS) در افغانستان و شماری از مسوولین این نهاد دیدار و گفتگو کرد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در این دیدار گفت:« زراعت تهیه کننده مواد غذایی بشر است بدون تردید زراعت افغانستان نیز یک منبع خوب تولید غذا برای مردم جهان خواهد بود».
مولوی عطاءالله از ارزش بالا دریای کوکچه که جای مناسب برای ایجاد بند و کانال آبیاری و دریای مرغاب در ولایت غور یاد کرده و مدیریت آن را در بخش آبیاری مهم پنداشته است.
به گفته وزیر زراعت، افغانستان داری آب فراوان و خاک مناسب برای زراعت داشته است که نیاز به مدیریت و استفاده موثر آن داشته است او از کارکردهای داکتر ناکومورا در ننگرهار یاد کرده که موثریت زیادی داشته است.
هم چنان وزیر زراعت در این دیدار از مصرف زیاد پول در بخش اداری پروژه ها انتقاد کرده گفت: ما تطبیق پروژه ها را به مبنای شفافیت و موثریت در کار پروژه ها میخواهیم.
در همین حال نیکولاس جیورج رییس عمومی دفتر خدمات پروژه ملل متحد (UNOPS) در این دیدار گفت:«بسیار خوب است که در هماهنگی با وزارت زراعت در تطبیق پروژه ها کار شود و هدف آمدن ما هم همین است که با متخصصین وزارت زراعت و تیم کار ما هماهنگی صورت گیرد تا پروژه ها به شکل مفید آن تطبیق  گردد.
دفتر خدمات پروژه ملل متحد (UNOPS) در راستای کمک به مردم برای ایجاد زندگی بهتر و دستیابی به صلح و توسعه پایدار در کشورها فعالیت میکند.
  از سال ۱۹۹۵ UNOPS از تلاش های ملی بازسازی و توسعه در افغانستان حمایت کرده است  UNOPS با همکاری دولت ها، سازمان های ملل متحد و سایر شرکا از ساخت زیرساخت های پایدار در سراسر کشور حمایت می کند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS