کندز ته د امارتي ځمکو د غصب او بېرته راګرځولو د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه سفر

mail-admin
Thu, Sep 28 2023 9:26 AM
کندز ته د امارتي ځمکو د غصب او بېرته راګرځولو د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه سفر

د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو دبېرته راګرځولو کمیسیون رییس او غړو یې کندز ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل. 
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو د کمېسیون رییس او د عدلیې وزیر شیخ مولوي عبدالحکیم شرعي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر او دکمیسیون غړی مولوي عطاء الله عمري، د ښارجوړنې وزیر او د کمیسیون غړی مولوی احمدالله نعماني، د چارو ادارې رییس شیخ نورالحق انور، دکندزامنیه قومندان الحاج پاسوال مولوی مطیع الله سیف الله او ددې ولایت یوشمېر ملکي او نظامي چارواکو کډون درلود.
 په دې غونډه کې د کندز ولایت سیمه ییزو چاراکو کندز ته د یاد کمېسیون  د راتګ هرکلۍ وکړ او زیاته یې کړه، چې کندز ولایت ته د مشرانو او د مهمو دولتي ادارو د رهبرۍ راتګ ددې لامل کېيږي، چې دخلکو ستونزې او ننګونې هوارې کړي او ترڅنګ یې د سیمه ییزې حکومتوالۍ د پیاوړتیا او پر حکومت د ملت د باور د زیاتوالي لامل کېږي
په همدې حال کې د کندز دکرنې رییس الحاج مولوی امان الله حسن وویل، چې ددې ولایت تخنیکي کمېته تر دې دمه د کندز په ولایت کې زرګونه جریبه غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.
ښاغلی حسن وویل، چې په دې برخه کې د کندز د امنیه قومندانۍ، د ولایت مقام او یوشمېر ملکي او نظامي ادارو همکارۍ هم د ستایلو دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري چې د غصب د مخنیوي کمیسیون د غړي په توګه یې کندز ولایت ته سفر کړی، دکندز دځمکې غصب تخنیکي کمېټې کړنې او لاسته راوړنې وستایل او ویې ویل، چې د زورواکو له خوا د دولتي ځمکو د غصب پر وړاندې د مبارزې نوبت دی، چې په تېرو شلو کلونو کې د بهرنیانو په ملاتړ غصب شوي دي.
دغه راز په دې غونډه کې د ښارجوړونې وزیر او د چارو ادارې رییس هم په خپلو خبرو کې د امارتي غصب شویو ځمکو په بېرته راګرځولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د غصب مخنیوی کمېټه باید په جدي توګه کار وکړي، ترڅو ټول غصب شوي ځمکې بېرته راوګرځول شي.
په ورته وخت کې د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي کندز ولایت ته د خپل سفر موخه بیان کړ او ویې ویل: «د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون چې له څلور وزارتونو او دوه لویو ریاستونو څخه جوړه شوې ده، دا مهال د هېواد له یو شمېر ولایتونو څخه لیدنه کړې او کندز ولایت ته زموږ د نن ورځې د سفر موخه د دغه ولایت د تخنیکي کمېټې د کارونو او فعالیتونو ارزونه او همدارنګه د نورو څانګو په ځانګړې توګه د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، استخبارتو او محکمې له تخنیکي کمیټې سره مرسته او همکارۍ جلبول دی، تر څو وکولای شو، چې د امارت ځمکې په ګوته، استرداد او د ځمکې په بانک کې یې ثبت کړو.» 
نوموړی د ځمکو غصب کبیره ګناه وباله او ويې ويل: «د ځمکو د غصب مخنيوى او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو يو عادي او ساده کار نه دى او وخت نيسي، باید ټول نظام د غاصبينو پر وړاندې د مبارزې چارې جدي وګڼي، له تخنيکي کميټې سره همکاري وکړي.»
په دې غونډه کې کندز د یوشمېر امارتي ریاستونو رییسانو په بېلا بېلو برخو په ځانګړي ډول د دغه کميسيون د کار د څرنګوالي په برخه کې خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړل او د کميسيون له غړو سره یې د هرراز همکاریو ژمنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS