د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مرستیال سره وکتل

mail-admin
Wed, Sep 27 2023 3:29 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مرستیال سره وکتل

۵ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختګ او پراختیا پروګرام له مرستیالې ثریا بوزرکووا سره وکتل.
په دې کتنه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل: «موږ غواړو هغه اړتیاوې له تاسو سره شریکې کړو چې خلک او بزګران له موږ څخه غوښتي دي، په کندهار ولایت کې د تخته پور پروژه او په ننګرهار کې د څښاک او کرنیزو اوبو پروژه زموږ کاري لومړیتوبونه دي.»
مولوي صدراعظم عثماني زیاته کړه: «په تېرو څو کلونو کې په هېواد کې په نشه يي توکو روږدي کسان ډېر شوي دي، چې درملنې ته اړتیا لري او کروندګر هم د کوکنارو بدیل کښت ته اړتیا لري، ترڅو په دې برخه کې همکاري ووشي، موږ د مؤسساتو لپاره لازمې اسانتیاوې برابروو.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د دفتر مرستیالې آغلې ثریا بوزرکووا وویل: «موږ د دواړو لورو په تفاهم کار کوو، دا کار زموږ لپاره نه، ستاسو لپاره نه، بلکې د کروندګرو او خلکو لپاره دی، ترڅو کرنیز تولیدات ډېر، بیاځلې د کوکنارو کرکېله ونه شي او له بزګرانو سره مرسته ووشي.»
مېرمن بوزرکووا زیاته کړه:«له موږ سره د سروې شویو او نیمګړو بشپړو شویو پروژو لیست شریک کړئ، څو په دې اړه لازم تصمیم ونیول شي. د اقلیم د بدلون او د بدیل معیشت د پروژو په اړه د پرېکړې لپاره په ترکیه کې غونډې جوړې شوې دي.»
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د پراختیا لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله شبکه ده. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام اوس مهال په ۱۶۶ هېوادونو کې فعالیت کوي او د پراختیا په برخه کې د نړیوالو او ملي ننګونو سره د مقابلې لپاره د ستراتیژیو په جوړولو او پلي کولو کې ورسره مرسته کوي.


معین زراعت و مالداری با معاون برنامه پیشرفت و توسعه ملل متحد در افغانستان دیدار کرد
 ۵ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با ثریا بوزورکووا، معاون برنامه پیشرفت و توسعه ملل متحد در افغانستان دیدار و گفتگو کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در این دیدار گفت:« ما می‌خواهیم نیازهای که مردم و دهاقین از ما خواسته است با شما شریک بسازیم، پروژه تخته پور ولایت کندهار و پروژه آب آشامیدنی و زراعتی ننگرهار از اولویت کار ما است».
مولوی صدراعظم عثمانی علاوه کرد: "در چند سال اخیر معتادین در کشور زیاد شده نیاز به تداوی دارند و دهاقین هم نیاز به کشت بدیل کوکنار دارند تا همکاری شوند، ما سهولت های لازم را برای موسسات مهیا می‌کنیم."
خانم ثریا بوزورکوا معاون دفتر یو ان دی پی در افغانستان گفت:« با تفاهم دو طرف کار می‌کنیم این کار نه برای ما، نه برای شما بلکه برای دهاقین و مردم است تا پیداوار زراعتی بلند برود کشت کوکنار دوباره نشود و برای دهاقین کمک صورت گیرد».
خانم بوزورکوا افزود: "لیست پروژه‌های سروی شده و نیمه تکمیل شده را با ما شریک بسازید تا تصمیم لازم را در مورد آن بگیریم، نشست‌های در ترکیه صورت گرفته تا در مورد پروژه‌های تغیر اقلیم و معیشت بدیل تصمیم گرفته شود".
برنامه عمران ملل متحد یا برنامه پیشرفت و توسعه ملل متحد  (UNDP) شبکه جهانی سازمان ملل برای توسعه است. برنامه توسعه ملل متحد در حال حاضر در ۱۶۶ کشور جهان فعالیت دارد و آنها را در تدوین و اجرای راهکارهای مقابله با چالش های جهانی و ملی در زمینه توسعه یاری می دهد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS