د پکتیا دکرنې رییس د فغانستان لپاره د ناروی کیمټې له چاراکو سره وکتل

mail-admin
Wed, Sep 27 2023 3:27 PM
د پکتیا دکرنې رییس د فغانستان لپاره د ناروی کیمټې له چاراکو سره وکتل

۵ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي مسوول ټاریا واټرډال سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کیمټې یوشمېر چارواکو، د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیمزی، د مالدارۍ آمر قاري نورالله دروېش، د کرنې متخصص  صالح محمد احمدي، د پلان او برنامو مدیر عبدالوهاب او د کرنیزو چارو لوی مدیر عزیز الله کریمي ګډون درلود.
په ناسته کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي مسوول ټاریا واټرډال د خپلو  تېرو پروژو  په اړه معلومات وړاندې او د راتلوکې کال پروژو په اړه  پلانونه شريک کړل او زیاته یې کړه، چې په نږدیې راتلونکې کې به د کرنې په برخه کې یو شمېر پروژې پکتیا ولایت کې تطبیق کړي.
په همدې حال کې د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید یادو چارواکو  سره د چارو د ښه تنظيم او پروژو د موثر تطبيق په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او له دوی یې وغوښتل چې خپلې پروژې د کرنې رياست سره په همغږۍ سرته ورسوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS