د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل پوهنتون له رییس سره وکتل

mail-admin
Wed, Sep 27 2023 9:12 AM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل پوهنتون له رییس سره وکتل

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د کابل پوهنتون له رییس ډاکټر اسامه عزیز سره وکتل او د ځان بسیاینې لپاره د زرغون انقلاب نړیوال کنفرانس د جوړېدو په اړه یې خبرې وکړې.
ټاکل شوې د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره د زرغون انقلاب لومړنۍ نړیوال کنفرانس د لوړو زده کړو وزارت له لارې جوړ شي.
د کابل پوهنتون رییس ډاکټر اسامه عزيز د نړيوال کنفرانس په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د کرنې وزارت د استادانو له خوا د عملي مقالو په چمتو کولو او وړاندې کولو کې د کرنې وزارت د کارکوونکو د ګډون او په دې برخه کې د زمینې برابرولو او دغه راز دغه راز د یاد کنفرانس د پياوړتيا او د کنفرانس د ښه ترسره کولو په پار دکرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني  د همکاريو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه: «دغه وزارت تل له لوړو زده کړو او پوهنتونونو سره د همغږۍ او همکارۍ په لاره کې هلې ځلې کړي او هر راز همکارۍ ته چمتو دي او ډاډ درکوم، هر ډول اسانتیاوې، چې ددې وزارت په واک کې وي د قانون په چوکاټ کې به یې د استادانو په خدمت کې وړاندې کړو.» 
په دې کتنه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د لوړو زده کړو له وزارت سره د همکارۍ په موخه  د کرنې وزارت استازي معرفي کړل.

دیدار معین زراعت و مالداری با رییس پوهنتون کابل 
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت  در دفتر کارش با دکتور اسامه عزیز رییس پوهنتون کابل دیدار کرده و پیرامون برگزار کنفرانس بین الملی انقلاب سبز برای خودکفایی گفتگو کرد.
قرار است نخستین کنفرانس بین المللی انقلاب سبز برای خود کفایی افغانستان از طریق وزارت تحصیلات عالی برگزار گردد.
 دوکتور اسامه عزیز رییس پوهنتون کابل ضمن ارایه معلومات راجع به کنفرانس بین المللی، خواستار همکاری وزارت زراعت  جهت زمینه سازی برای تهیه و ارایه مقالات عملی توسط استادان و هم چنان سهم‌گیری کادرهای وزارت زراعت  به هدف تقویت همکاری و بهتر برگزار شدن کنفرانس گردید.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در این دیدار اطمینان همکاری را سپرده افزود" این وزارت همیشه تلاش نموده تا با تحصیلات عالی و پوهنتون‌ها هماهنگی و همکار همه جانبه داشته و آماده همکاری بوده و اطمینان می‌دهیم  که هر نوع امکانات که در دسترس این وزارت است در چوکات قانون در خدمت استادان قرار خواهیم داد".
در این دیدار معین زراعت و مالداری  نماینده گان را از جانب وزارت زراعت در خصوص همکاری با وزارت تحصلات عالی معرفی کرد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS