بدخشان ولایت ته د امارتي ځمکو د غصب او بېرته راګرځولو د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه سفر
د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو دبېرته راګرځولو کمیسیون رییس او غړو یې بدخشان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بدخشان له مرستیال والي مولوي عبدالجمیل سیاس او د دغه ولایت د ملکي او نظامي چارو مسوول سره وکتل.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د بدخشان ولایت په مقام کې جوړه شوې وه، د بدخشان مرستیال والي عبدالجمیل سیاس بدخشان ولایت ته د یاد کمېسیون د غړو د راتګ هرکلۍ وکړ او زیاته یې کړه: «بدخشان ولایت ته د مشرانو او د مهمو دولتي ادارو د رهبرۍ راتګ ددې لامل کېيږي، چې دخلکو ستونزې او ننګونې هوارې کړي او ترڅنګ یې د سیمه ییزې حکومتوالۍ د پیاوړتیا او پر حکومت د ملت د باور د زیاتوالي لامل کېږي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري چې د غصب د مخنیوي کمیسیون د غړي په توګه یې بدخشان ولایت ته سفر کړی، افغانستان له اقتصادي اړخه د اسیا د څلور لارې په توګه یاد کړ او ویې ویل: «افغانستان ډېرې اوبیزې او کرنیزې سرچینې لري او دا هېواد باید له کرنیز اقتصادي او سوداګریز پلوه وده وده وکړي، تر څو افغانستان له یوه وارداتي هېواد څخه په صادراتي هېواد بدل شي.»
ښاغلي عمري همدارنګه د غصب د مخنیوي د هڅو په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه: « په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان خلکو دوه ډوله اشغال تجربه کړئ، چې یو یې د کفري هېوادونو اشغال و، چې د الله جل جلاله په نصرت او د اسلامي امارت مجاهدین او د افغانستان د خلکو په همکارۍ پای ته ورسېد، خو اوس د زورواکو له خوا د دولتي ځمکو د غصب پر وړاندې د مبارزې نوبت دی، چې په تېرو شلو کلونو کې د بهرنیانو په ملاتړ غصب شوي دي.»
په ورته وخت کې د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي بدخشان ولایت ته د خپل سفر موخه بیان کړ او ویې ویل: «د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون چې له څلور وزارتونو او دوه لویو ریاستونو څخه جوړه شوې ده، دا مهال د هېواد له یو شمېر ولایتونو څخه لیدنه کړې او بدخشان ولایت ته زموږ د نن ورځې د سفر موخه د دغه ولایت د تخنیکي کمېټې د کارونو او فعالیتونو ارزونه او
همدارنګه د نورو څانګو په ځانګړې توګه د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، استخبارتو او محکمې له تخنیکي کمیټې سره مرسته او همکارۍ جلبول دی، تر څو وکولای شو، چې د امارت ځمکې په ګوته، استرداد او د ځمکې په بانک کې یې ثبت کړو.»
نوموړی د ځمکو غصب تر ټولو ستر ظلم وباله او ويې ويل: «د ځمکو د غصب مخنيوى او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو يو عادي او ساده کار نه دى او وخت نيسي، باید ټول نظام د غاصبينو پر وړاندې د مبارزې چارې جدي وګڼي، له تخنيکي کميټې سره همکاري وکړي او د ظالم لاس له ظلم څخه پرې کړئ او د مظلوم سره اوسي».
د امارتي قضایاوو لوی رییس مولوي احسان الله وثیق په دې غونډه کې وویل، چې په بدخشان کې د ځمکې غصب مخنیوی او غاصبینو شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي کمیټې له ستونزمنو او پیچلو لارو سره سره، ډېرې لاسته راوړنې لرلې، د تېر یوه کال په ترڅ کې دوی توانیدلي دي، چې ۱۸ زره جریبه ځمکه تثبیت او په ګوته کړي، چې له دې ډلې اته زره جریبه یې راګرځول شوي او د ځمکې په بانک کې ثبت شوي دي.»
په دې غونډه کې دبدخشان د یوشمېر امارتي ریاستونو رییسانو په بېلا بېلو برخو په ځانګړي ډول د دغه کميسيون د کار د څرنګوالي په برخه کې خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړل او د کميسيون له غړو يې وغوښتل شول چې وړانديزونو ته پاملرنه وکړي.
سفر رهبری کمیسیون جلوگیری از غصب و استرداد زمینهای امارتی به ولایت بدخشان
رییس و اعضای کمیسیون جلوگیری ازغصب و استرداد زمینهای امارتی به ولایت بدخشان سفر کرده و با مولوی عبدالجمیل سایس معاون والی بدخشان و مسوول ملکی و نظامی آن ولایت دیدار نمودند.
جلسهی که به این منظور درمقام ولایت بدخشان تدویرگردیده بود عبدالجمیل سایس معاون والی بدخشان حضوراعضای کمیسیون مذکور را به ولایت بدخشان خیرمقدم گفته افزودند" حضور بزرگان و رهبری ادارات مهم دولتی به این ولایت، باعث رفع مشکلات و چالش مردم، تقویت حکومت داری محلی و افزایش اعتماد ملت نسبت به دولت خواهد گردید".
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری که در ترکیب هیئت کمیسون جلوگیری از غصب به ولایت بدخشان سفر کرده است افغانستان را از لحاظ اقتصادی به عنوان چهار راه آسیا یاد کرده گفت" افغانستان منابع آبی و زراعتی فراوان دارد و این کشور باید از لحاظ زراعتی، اقتصادی و تجارت رشد نماید، تا باشد افغانستان از یک کشور وارداتی به یک کشور صادراتی تبدیل گردد.
آقای عمری همچنان از تلاشها جهت جلوگیری از غصب سخن زده افزود" درمدت بیست سال گذشته مردم افغانستان دو نوع اشغال را تجربه نموده اند، یکی آن اشغال کشورهای کفری بود که با نصرت الله جل جلاله، مجاهدت و مبارزه مجاهدین امارت اسلامی و همکاری مردم افغانستان پایان یافت؛ اما حالا نوبت مبارزه علیه اشغال زمینهای دولتی از نزد زورمندان است که طی بیست سال گذشته توسط این افراد با حمایت خارجیها غصب گردیده بود".
در همین حال شیخ عبدالحکیم شرعی وزیر عدلیه هدف از سفرشان به ولایت بدخشان را بیان کرده گفت" کمسیون جلوگیری از غصب و استرداد زمین که متشکل از چهار وزارت و دو ریاست عمومی میباشند در حال حاضر به چندین ولایت کشور سفر نموده اند که هدف سفر امروزی ما به ولایت بدخشان؛ بررسی و ارزیابی کار و فعالیتهای کمیته تخنیکی ولایتی این کمسیون و نیز جلب کمک و همکاری جدی سایر ادارات بخصوص مقام ولایت، قوماندانی امنیه، استخبارات و محکمه با کمیته تخنیکی می باشد که بتوانیم زمینهای امارتی را شناسایی، استرداد و ثبت بانک زمین نمایم".
موصوف غصب زمین را بزرگترین ظلم دانسته می گوید" جلو گیری از غصب و استرداد زمین کار معمولی و ساده نبوده و زمان گیر است و باید عموم نظام مبارزه علیه غاصبین را بگونه جدی روی دست گرفته با کمیته تخنیکی همکاری نموده دست ظالم را از ظلم قطع و در کنار مظلومین قرار گیرند".
مولوی احسان الله وثیق رییس عمومی قضایای امارتی در این برنامه گفت که کمیته تخنیکی جلو گیری از غصب و استر داد زمین در بدخشان با وجود اراضی صعب العبور و پیچیده، دست آورد های زیادی داشته اند که طی یکسال گذشته توانسته اند ۱۸ هزار جریب زمین را تثبیت و شناسایی نموده که از این میان ۸ هزار جریب زمین آنرا استرداد و به بانک زمین ثبت نمودند.
در این جلسه شماری از روسای ادارات امارتی بدخشان نظریات و پیشنهادات خویش را دربخشهای مختلف به خصوص چگونگی کار این کمیسیون مطرح کرده و خوهان توجه اعضای کمیسیون به پیشنهادات مطرح شده گردید.
